سه شنبه , اګست 20 2019
کور / خبرونه / بين المللي / د ایران دفاع وزیر:ایران د هر ډول ګواښ مخنیوي ته تیاری

د ایران دفاع وزیر:ایران د هر ډول ګواښ مخنیوي ته تیاری

د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ پر دوام د ایران د دفاع وزیر عامر حاتمي ویلي، ایران د هر ډول ګواښ مخنیوي ته تیاری لري او له خپلو دښمنانو سره جګړې او مخامخ کېدو ته چمتو دی. هغه زیاته کړې چې د امریکا او اسراییلو اتحاد ته به ماتې ورکړي. هغه دغه راز زیاته کړې چې دوی اوسمهال له خپلو دښمنانو سره په بشپړه توګه جګړه کې دي. د ایران یو بل لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي چې ایران له امریکا سره له ډیپلوماسي نه تر جګړې پورې، هر ډول حالاتو ته تیار دی خو امریکا په منځني ختیځ کې د یو بل جنګ توان نه لري. ایران د امریکا او اسراییلو د اتحاد خبره ځکه کړې ده چې د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو اعلان کړی دی چې اسراییل به له امریکا سره یو ځاې د ایران پر ضد وجنګېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: