چهارشنبه , جنوري 22 2020
کور / خبرونه / بين المللي / د ایران لپاره د امریکا ځانگړي استازي براین هوک خبرداری ورکړی

د ایران لپاره د امریکا ځانگړي استازي براین هوک خبرداری ورکړی

د ایران لپاره د امریکا ځانگړي استازي براین هوک خبرداری ورکړی هر هغه هیواد چې د ایران نه خام تیل واخلي امریکا پرې بندیزونه لګوي.هوک چې په لندن کې یې د خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې پدې برخه کې هیڅ استثنا نشته. هغه دغه څرگندونې په اسیا کې د ایران د خامو تیلو د خرڅولو په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې. د امریکا د بندیزونو سره سره ایران خپل زیاته اندازه خپل پتروسیمي تولیدات له بازار نه په ارزانه بیه په برازیل، چین او هند په گډون په یو شمیر هیوادونو خرڅوي. د ایران د تیلو د اخیستلو په هکله د هوک خبرداری پر ایران باندې د امریکا د بندیزونو د سختیدو وروسته مطرح شوی دی. د ټرمپ حکومت په دې وروستیو کې په ځانگړې توگه د ایرن د سپاه پاسداران له لوري د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو وروسته اعلان کړی دی چې پر ایران باندې فشارونو ته به زور ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: