یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / د ایران په پلازمېنه کې هوا ککړه شوې ده

د ایران په پلازمېنه کې هوا ککړه شوې ده

د ایران په پلازمېنه تهران کې د هوا د زیاتې ککړتیا له امله وړوکتونونه، ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي. ایراني رسنیو د تهران د والي د مرستیال محمد تقي زاده له قوله لیکلي چې د هوا ککړتیا ښایي تر دې هم زیاته شي. تقي زاده ویلي چې ځانګړې کمېټې د تعلیمي ادارو د تړلو پرېکړه کړې ده. په تهران کې ټول ورزشي فعالیتونه هم لغوه شوي او چارواکو د خلکو نه په ځانګړي ډول د پاخه عمر او ماشومانو نه غوښتي چې له اړتیا پرته دې ښار ته نه ځي. د ایران د پلازمینې تهران هوا د نړۍ په کچه تر ټولو ککړه ده. د تهران هوا د نومبر د میاشتې له نیمایي راهیسې د هوا د ککړتیا خطرناکې کچې ته لوړه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: