پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / بين المللي / د برازیل په ځنګل کې اور لګېدلی

د برازیل په ځنګل کې اور لګېدلی

د برازیل ولسمشر ژایر بولسو نارو امر کړی چې د دغه هېواد ځواکونه دې د امازون په ځنګلونو کې د بې مخینې اورلګېدنې کابو کولو ته واستول شي. د برازیل حکومت وروسته له هغه دا پرېکړه کړې چې د اروپايي ټولنې مشرانو خبرداری ورکړ که برازیل د امازون اور کنټرول نه کړي دوی به ور سره لویه سوداګریزه هوکړه لغوه کړي. بلخوا د چاپیریال ساتنې او خوندیتوب کارکوونکو د جمعې په ورځ د برازیل په ښارونو کې د اور وژنې د مخنیوي لپاره لاریونونه وکړل. همدا راز د چاپیریال ساتنې او خوندیتوب د برخې فعالینو په ټوله نړۍ کې د برازیل سفارتونو مخې ته راټول شوي وو. د جرمني او فرانسې مشرانو د برازیل امازون ځنګله کې لګېدلي اورونه یو نړیوال ناورین بللی دی او ددغه هېواد له حکومت یې غوښتي چې د اور د کابو کولو لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: