شنبه , سپتمبر 21 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د تخار ولایت د ینګي قلعه ولسوالي طالبانو سقوط کړې

د تخار ولایت د ینګي قلعه ولسوالي طالبانو سقوط کړې

د تخار ولايت چارواکو منلې، طالبانو د دغه ولايت ينګي قلعه او درقد ولسوالۍ له ټولو ملحقاتو سره نيولي دي.

د تخار د والي وياند جواد هجري رسنيو ته ويلي، د ډېرې مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره يې دواړه ولسوالۍ پريښي دي.

تېره ورځ هم طالبانو د تخار ولايت خواجه غار ولسوالۍ نيولې وه.

د خواجه غار ولسوال محمد عمر رسنيو ته ويلي و، چې د مرستندويه ځواکونو د نه رسېدو له امله يې ولسوالۍ پريښې ده.

د ينګي قلعه ولسوال عبدالمناف فیضي هم نن رسنيو وويل، د اضافي مرستې د نه رسېدو له امله ولسوالۍ سقوط وکړ.

طالبانو د ينګي قلعه او درقد ولسواليو د سقوط مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، تېره شپه يې د تخار ينګي قلعه ولسوالۍ او نن له غرمې مخکې يې درقد ولسوالۍ له ټولو ملحقاتو سره نيولې او په دواړو ولسواليو کې يې لسګونو عسکرو او پوليسو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

طالبانو په تېرو څو ورځو کې د کندوز دشت ارچي او قلعه زال ولسوال او همدارنګه د بغلان ګزرګاه ولسوالۍ هم نيولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: