دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / د ثبوت نه موندلو له امله د علي وزير او محسن داوړ ضمانت منظور شو

د ثبوت نه موندلو له امله د علي وزير او محسن داوړ ضمانت منظور شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوه مشرانو، علي وزير او محسن داوړ ضمانت منظور شو. دواړه د پاکستان پوځ بې ګناه نيولي و، چې تراوسه پورې يې پرې هېڅ تور په ثبوت ونه رساوه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په خپله فېسبوکپاڼه په يو پوسټ کې ليکلي دي، چې د علي وزير او محسن داوړ ضمانت منظور شو. نوموړی وايي، چې علي وزير او محسن داوړ د پاکستان پوځ د خړ کمر له پېښې وروسته، چې پاکستاني پوځيانو پکې پښتانه په شهادت ورسول، د درواغو په دسيسه کې نيولي و، خو پاکستاني پوځ په محکمه کې په هغوی لګول شوي درواغ ثابت نه کړای شو.

د يادولو ده چې دواړه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران دي او د دې تر څنګ د پاکستان پارلمان يا قامي اسمبلۍ غړي هم دي، چې هلته يې په نره باندې د پښتنو ستونزې بيانولې او د پښتنو غږ يې پورته کاوه.
دواړه څو مياشتې مخکې هغه مهال ونيول شو، کله چې په وزيرستان کې يوې احتجاجي ناستې ته روان و، پاکستاني پوځيانو په خړ کمر کې پښتانه په ډزو ووژل او علي وزير يې هم ونيوه او له ځان سره يې بوتللو. له هغه څو ورځې وروسته بيا محسن داوړ هم په خپله ځان پوځ ته حواله کړ او وې ويل چې هغه نه غواړي تشدد ته لاس واچوي.
دواړه له څو مياشتو راهيسې په زندان کې بنديان ول، خو هر کله چې به محکمې ته حاضرېدل، نو څه نا څه مشکل به جوړېده او هغوی به يو ځل بيا زندان ته لېږل کېدل، خو اخر هم د ثبوتونو د نشتوالي له امله محکمې د دواړو ضمانت منظور کړ.
د يادولو ده چې په روژه کې د دواړو د راخلاصولو لپاره په پېښور کې يوه احتجاجي ناسته جوړه شوې وه، چې د پېښور پوليسو هلته هم خلک ووهل، خېمه يې ورته ورانه او ډېری د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويان يې زندانونو ته واچول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: