سه شنبه , اپریل 7 2020
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / د جاپان او فرانسیې ولسمشران په سوریه کې روانه جګړه ختمول غواړي

د جاپان او فرانسیې ولسمشران په سوریه کې روانه جګړه ختمول غواړي

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون وايي، د ترکیې د دې عملیاتو د پای ته رسېدو لپاره د ځینو اقدامانو پر جزیاتو له جرمني سره کار کوي.
د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل چې پرون پاریس کې وه، وویل چې په سوریه کې د ترکیې عملیاتو بشري ستونزې رامنځته کړي او له داعش وسله والې ډلې سره مرسته کوي چې یو وار بیا سیمه پخې ټینګې کړي.
له بلې خوا د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس په واتیکان کې د یکشنبې د ورځې د دعا پر مهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دې بحران د هواري لپاره دې صادقانه هڅې وکړي.
ده وویل: “ټولو ښکېلو لورو او نړیوالې ټولنې ته وایم، لطفاً، زه له تاسو خپله غوښتنه بیا کوم چې د صداقت، شفافیت او ډیالوګ لپاره ژمن واوسئ، څو یوه موثره حل لاره پیدا کړئ.”
د یادونې وړ ده چې فرانسې او جرمني دواړو پر ترکیې د وسلو پلورل درولي دي.
د فرانسې ولسمشر مکرون وویل، دا او مېرمن مېرکل به خپل راتلونکي اقدامات په راتلونکو ساعتونو او وروځو کې همغږه کړي.
تر دې مخکې د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د سوریې په شمال کې د ترکیې د روانو عملیاتو په اړه ټيليفونې خبرې کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: