شنبه , سپتمبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / د جرمني له خوا د ایران په ماهان هوايي شرکت بندیز لګول شوی

د جرمني له خوا د ایران په ماهان هوايي شرکت بندیز لګول شوی

ایران د جرمنې پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چې د ایران په دوهم لوی هوايي شرکت یې په خپلو هوايي ډګرونو د داخلیدو بندیز لګولی او ویلي یې دي چې دا یوه بېځایه پرېکړه ده.د ایران بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي د جنورۍ پر ۲۲مه وویل چې د ماهان هوايي شرکت د اجازتنامې (لایسنس) د بیرته اخیستو پرېکړه د ایران او د جرمني ترمنځ د اوږدو اړیکو او د دواړو هیوادونو له خپل منځیو ګټو سره په ټکر کې ده.د ایران دغه غبرګون یوه ورځ وروسته له هغې مخې ته راغلی چې برلین وویل، په جرمني کې د ماهان هوايي شرکت د الوتکو په کوزېدو بندېز لګوي، دوی وايي دا ګام یې د امنیتي اندېښنو او په شام کې د یادې هواېې کرښې د فعالیتونو له وجې پورته کړی دی.د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاند کریستوفر برګر وايي وايي، ماهان هوايي شرکت د ایران د اسلامي انقلابي ګارډز د ځوا سره اړیکې لري او د شام او ایران ترمنځ یې د نظامي ترانسپورت چارې پر مخ وړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: