پنجشنبه , جولای 18 2019
کور / خبرونه / د حزب الاحرار پر مرکز د داعش او لښکر طیبې ډلې ګډ برید مرګ ژوبله اړولې

د حزب الاحرار پر مرکز د داعش او لښکر طیبې ډلې ګډ برید مرګ ژوبله اړولې

مومندو ایجنسي: د تېرې دوشنبې په ورځ سهار مهال د ډیورنډ نا منلې کرښې ته څېرمه په مومندو ایجنسۍ کې د حزب الاحرار ګڼ شمېر توند لارو ته د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې مرګ ژوبله اوښتې.

د لومړنیو مالوماتو له مخې په یاد برید کې د حزب الاحرار درې تنه توند لاري مړه او دوہ نور ټپیان شوي.

په دغه برید کې د وژل شویو نومونه قاري یاسین ، قاري نواز او فضل حق ښودل شوي.

قاري یاسین چې د باجوړ ایجنسۍ اوسیدونکی وو او له داعش څخه د لاس په سر کېدو ورسته يې په حزب الاحرار کې فعالیت کاوه.

د وژل شویو په نوملړ کې دوهم نفر قاري نواز چې په نماز مشهور وو هم د باجوړ ایجنسۍ اوسیدونکی وو چې د باجوړ ایجنسۍ د ناوګۍ تحصیل د یوہ مشهور او یاد قمندان پروېز کشر ورور وو.

قمندان پروېز چې په کال دوہ زرہ نهم کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی وو د قمندان پروېز یو ورور څه موده وړاندې د افغانستان په ختیځ ولایت کنړ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی وو.

د نوموړي قمندان یو ورور په دوہ زرہ اووم کال کې په لال مسجد کې وژل شوی وو د کوم له امله چې د دوی ټوله کورنۍ د پاکستاني پوځ مخالفو لیکو ته ورداخله شوې وه.

په وژل شویو کې د دریم نفر فضل حق چې د مومندو ایجنسۍ اوسیدونکی دی هم یو ورور په خیبر ایجنسۍ کی د پاکستاني پوځ پر ضد وژل شوی وو.

ټرایبل نیوز ته د حزب الاحرار یوہ کارمند د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دوی ته له ډېرہ وخته د داعش او لښکر طیبې لخوا د دا ډول بریدونو راپورونه رارسیدلي وو.

له کومو چې د تېرې روژې وروسته دا ډول دوه بریدونه شنډ کړی شوي هم دي چې په یوه برید کې یو تن احمد جان چې د داعش سره يې تعلق درلوده د خپل ماین د چاودنې امله وژل شوی.

او همدا وہ چې پرون ورځ د حزب الاحرار سرہ تړلي د باجوړ ایجنسۍ دوہ او د مومندو ایجنسۍ یو توند لاری ووژل شو او ګن شمېر نورو ته یې مرګ ژوبله واوښته.

د یادونې وړ دہ چې د لښکر طیبې او د حزب الاحرار تر منځ د جنګ دا لومړی خبر ندی خو دا بیا اول وار دی چې داعش دې په حزب الاحرار برید کړی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: