پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د حکمتیار زوي جمالدین حکمتیار وايي پلار یې بدبخته دی

د حکمتیار زوي جمالدین حکمتیار وايي پلار یې بدبخته دی

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی جمال الدین حکمتیار په تازه څرګندونو کې په خپل پلار سختې نیوکې کړي او نوموړی یې د ګوند دننه د ټولو ناخوالو مسوول بللی دی.
جمال الدین حکمتیار په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي دي، د دې پر ځای چې حزب اسلامي د ټولو شریک ګوند وای، اوس د ګلبدین حکمتیار په شخصي ګوند بدل شوی دی او ټولې پرېکړې هغه کوي.
د جمال الدین په وینا د تنظیم ټول امکانات یې د پلار په سیف کي پراته دي او هیڅوک له دې امکاناتو خبر نه دي، د امکاناتو د مصرف صلاحیت، د شمېر معلومات، ملکیت او ساتنه یې صرف د حکمتیار په واک کي ده او له نوموړي څخه هیڅوک د امکاناتو د تلف او مصرف د پوښتنې صلاحیت او حق نه لري.
جمال الدین همداراز زیاتوي چې د جنګ او سولې پرېکړې، د ایتلاف او اختلاف پالیسیانې، د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندۍ پرېکړه، د ضد او نقیضو اعلامیو خپرول او د ډېرو نورو کارونو واګې یې د پلار په لاس کې دي او اجرائیه او مرکزي شورا په کې د مداخلې حق نه لري. نوموړی وايي، حزب اسلامي د شعارونو برعکس کړنې کوي، مدیریت یې اصولي نه، بلکې ګډوډ دی او د هیچا مشورو، خبرو او غوښتنو ته ارزښت نه ورکول کېږي.
جمال الدین حکمتیار په حزب اسلامي کې د فساد او اختلاس خبره هم رابرسېره کوي، هغه لیکي د تنظیم د شهیدانو له کورنیو سره هېڅ مرسته نه ده شوې او حتی د تداوي مصرف نه دی ورکړل شوی، خو بل ځای د ګوند دننه په میلیونونو ډالرو اختلاس شوی دی.
نوموړی همدا راز په خپل پلار تور پورې کوي چې پاکستان ته د سیاسي تکیې په حیث لومړیتوب ورکوي او دا کار ده ته د منلو نه دی. د جمال الدین په وینا پلار یې د ولسي تنظیم په نوم شخصي تنظیم رهبري کوي او د ډېرو ساده ګانو له قیمتي وخت او انرژۍ څخه د اسلام په نوم غیر مشروع ګټه پورته کوي.
جمال الدین وايي، ګلبدین حکمتیار ته د پلار په حیث احترام لري، خو نوموړی د حزب اسلامي د امیر او رهبر په حیث نه مني او نه له هغه سره د قدرت مبارزې او مادام العمر رهبرۍ لپاره ملګرتیا کوي.
جمال الدین زیاتوي، یو وخت ساده و چې له ګلبدین څخه یې ځان، اولاد او دنیا قربانول، خو د واقعیتونو له خبریدو وروسته یې له خپل پلار ګلبدین څخه لاره بېله کړه.
ویل کېږي جمال الدین حکمتیار ځکه له خپل پلار څخه خفه شوی چې ډېر ارزښت نه ورکوي او ګلبدین حکمتیار خپل نازولی حبیب الرحمان ګڼي چې د خپل ځایناستی په توګه یې هر ځای مخ ته کوي او ډېر وخت ورکوي. د مېرنې ورور حبیب الرحمان نازول سبب شوي چې جمال الدین په غوسه شي او په سیاسي میدان کې له خپل پلار څخه بایکاټ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: