یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / د داوړ کورنۍ: د طاهر داوړ د وژنې دا یو کال وشو خو حکومت یې غم نه خوري

د داوړ کورنۍ: د طاهر داوړ د وژنې دا یو کال وشو خو حکومت یې غم نه خوري

د اسلام اباد څخه بې درکه کړی شوي او وژل شوي پوليس افسر زوي ویلي د پلار د وژنې يې کال وشو خو د حکومت لخوا د هغو سره کړې ژمنې نه دي پوره کړی شوي.
د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکي د پېښور پولیس افسر طاهر داوړ يو کال وړاندې د اسلام اباد څخه بې درکه کړی شوی او بيا يې مړی د افغانستان په ننګرهار کې ترلاسه شوی ؤ.
د طاهر زوی امجد طاهر داوړ د پلار د مړينې په یو کال پوره کېدو ويلي حکومت چې ورسره کومې ژمنې کړي هغه نه دي پوره کړی شوي.
“یو کال وړاندې په دې ورځ د طاهر داوړ مړی موندل شوی ؤ. خو د حکومت لخوا شوې ژمنې تراوسه نه دي پوره شوي او د پاکستان حکومت د هغه د پېښې په اړوند کوم پرمختګ کړی دی. د شهيد د کورنۍ سره داسې سلوک کيږي”.


په ټولنيزو رسنيو د طاهر داوړ د وژنې د کال په پوره کېدو داسې پوښتنې راولاړې شوي چې د هغه د تښتوؤنکو او وژونکو د مالومولو په لړ کې څومره پرمختګ شوی دی؟.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين په ټویټر ويلي،

“د طاهر داوړ په اړوند ریاستي ادارې د انصاف نه ورکولو عمل په دې خبره پټوي چې په پوله د هغه مړی ۱۵ دقيقې (منټه) وروسته ترلاسه کړی شوی ؤ. پښتانه په عمومي توګه وايي چې انصاف د دې اندېښنې له امله نه ورکړی کيږي چې د پېښې په پلټنو کې رياستي ادارې مجرم ګرځېدی شي”.

په ټولنيزو رسنيو داسې پوښتنې هم را ولاړې کړی شوي او د طاهر داوړ د وژنې په مهال د هغه وخت د کورنيو چارو وزیر مملکت شهريار افريدي چې اوس د سرحداتو وزير مملکت دی ويډیو خپره کړی شوې او د هغه نه پکې پوښتنه شوې چې د طاهر داوړ د وژنې د پېښې په پلټنو کې څه پرمختګ شوی؟.
په ويډیو کې ليدل کیږي چې شهريار افريدي دغه پوښتنې ته ځواب نه وايي.

شهريار افريدي د روان کال فرورۍ په میاشت کې قامي اسمبلۍ ته په وېنا کې ويلي ؤ، د طاهر داوړ د پېښې د پلټنو دپاره ګډه کميټي او پارليماني کمېټي جوړه شوې پارليماني او ګډه کميټي به هر څه په ډاګه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: