شنبه , سپتمبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / د سریلنکا ۱۰ وتلي لوبغاړي: د امنیتي اندیښنو له امله پاکستان ته نه ځو

د سریلنکا ۱۰ وتلي لوبغاړي: د امنیتي اندیښنو له امله پاکستان ته نه ځو

دسریلنکا کرکټ بورډ ویاند ویلي دهغوئ ۱۰ؤ وتلو لوبغاړو دامنیتي اندېښنو له امله د روانې میاشتې په وروستیو کې پاکستان کې کېدونکو دکرکټ سیالیو کې له لوبېدلو انکار کړے دی.

کوم۱۰لوبغاړي چې پاکستان ته ورتګ څخه انکاري شوي هغوئ کې د یو ورځېنو لوبو کپتان دیموتهـ کرونارتنی،دټي ۲۰کپتان لسیتهـ ملنګا،پخوانیکپتان اجیلومیتهیوز،سورنګالکمل،دهننجاډيسلوا،دنےشچندي مل،نروشانډڪ ویلا اؤ تشارا پریرا شامل دي.

راپورونهوایي د روانې میاشتې وروستیو کې په پاکستان کې لوبېدونکې یو ورځنۍ سیالۍ کې به د سریلنکا دلوبډلې مشري لاهیرو تهري مانے کوي اؤ داشون شنا به لاهور کې د کېدونکو ټي ۲۰سیالیو کپتاني په غاړه لري.

دسریلنڪادلوبغاړو پاکستان ته د ورتګ نه په انکار د پاکستان کرکټ بورډ‌ پخپل غبرګون کې ویلي چې سریلنکا سره ټاکلې لوبې به دخپل مهال ویش په اساس په ټاکلي وخت ترسره کیږي اؤ دلوبغاړو دلته راتګ یا نه راتګ هیڅ فرق نه کوي.

دپاکستانجیو ټي وي د پاکستان کرکټ بورډ دچارواکو له خولې ویلي چې پاکستان ته دسریلنکا دسئنیر لوبغاړو نه راتګ دسریلنکا دکرکټ کورنۍ معامله ده خو پاکستان هڅه کوي چې دغه لوبډله د دوؤ ټسټ لوبو لړکې لږ تر لږه دې ته اماده کړي چې یوه لوبه په پاکستان کې وکړي.

باےدوویل شي دا به دپاکستان دننه لس کاله وروسته وړومبے ځل وي چې نړیوال کرکټ به پکې وشي.

په وروستي ځل کال۲۰۰۹م کې سریلنکا پاکستان کې یو ورځنۍ سیالۍ کړې وه چې یوه سیالي پکې پاکستان اؤ دوه سریلنکا ګټلې وې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: