جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / د سعودي په یو هوایي ډګر توغندیز برید شوی

د سعودي په یو هوایي ډګر توغندیز برید شوی

راپورونه وايي، د يمن حوثي ياغیانو چې ايران يې ملاتړ کوي، د سعودي په يوه هوايي ډګر په تازه توغندويي برید کې ۵ تنه ټپيان کړي دي.

په یمن کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف د یمن د حوثي یاغیانو لخوا د سعودي عربستان په یوه هوایي ډگر برید تايید کړی او وایي، دغه برید تېره شپه ۱۲نيمې بجې ترسره شوی و.

حوثي یاغیانو په وروستیو کې په سعودي بریدونه زیات کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې حوثي یاغیانو تېره میاشت هم د سعودي عربستان په ابها هوایي ډگر د ډرون په برید کې یو سوري وګړی وژلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: