یکشنبه , جنوري 19 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د سلام مخابراتي شبکه له رییل ټایم سره ونښلول شوه

د سلام مخابراتي شبکه له رییل ټایم سره ونښلول شوه

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وايي، چی، ریيل ټایم سیسټم د هغه لس سلنې ټکس چې له پیریدونکو اخیستل کیږي، د مخابراتي محصولاتو د شفافیت او رښتینوالي سیسټم دی، چې له دې وروسته به د سلام مخابراتي شبکې دغه لس سلنه ټکس د همدغه سیسټم له لارې مالې وزارت ته ورکول کیږي.
د مخابراتو او ټکنالوژۍ سرپرست محمد فهیم هاشمي وويل، چې له سلام شبکې وروسته به نورې مخابراتي شبکې هم له رییل ټایم سیستم سره وتړل شي، هغه زیاته کړه که کومه مخابراتي شبکه له دغه سیسټم سره د نښلولو مخنیوی وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د ښاغلي هاشمي په وینا مخابراتي شبکې حق نلري چې خپل لګښتي معلوماتو پټ کړي.
۱۳۹۴ کال کې له مخابراتي پيریدونکو څخه د لس سلنې ټکس سیسټم د ملي وحدت حکومت لخوا وضعه شوی ، چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ د څلور کلونو په ترڅ کې له مخابراتي پیریدونکو څخه لس سلنه ټکس اخیستل ۱۷ ملیارده افغانۍ د دولت خزانې ته ور ډیرې کړې دي. د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست په وینا د مخابراتي محصولاتو له لپاره د یو میکانیزم رامنځته کول د ملي وحدت حکومت له لومړنیو ژمنو څخه وو، چې دا دی عملي بڼه یې خپله کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: