دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د سولې او پیوستون له پاره لومړنۍ غونډه اسلام اباد کې وشوه

د سولې او پیوستون له پاره لومړنۍ غونډه اسلام اباد کې وشوه

د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د ارزونې لومړنۍ غونډه په اسلام اباد کې وشوه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلی، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په مشرۍ پلاوي له خپل پاکستاني سیال سهېل محمود په مشرۍ پلاوي سره ولیدل. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه والی د محمود د خبرو اساسي برخې وې. د ترورېزم پر وړاندې مبارزه، د تاوتریخوالي کمول او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان عمده موضوعات بلل کېږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمنځ په خبرو کې اسلام اباد ته د افغان ولسمشر اشرف غني د راتلونکي پلان شوي سفر په اړه هم بحث وشو. ټاکل شوې چې ولسمشر غني د جون میاشتې په ۲۷مه پاکستان ته سفر وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: