پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د سولې خبرو د نهم پړاو پیل، او د ولسمشر لخوا د طالبانو له منځه وړلو غوښتنه

د سولې خبرو د نهم پړاو پیل، او د ولسمشر لخوا د طالبانو له منځه وړلو غوښتنه

په قطر کې دامريکا او طالبانو ترمینځ دسولې دخبرو دنهم پړاؤ پیل کیدلو په جریان کې دافغانستان ولسمشر اشرف غني دهیواد د ملي امنیت په اداره غږ کړی چې طالبان يوه ورانکاري ډله ده او باید دا ورانکاره ډله له مینځه یوسي.

د پنجشنبې په ورځ د ملي امنيت عمومي ریاست له رهبري پلاوي او منسوبینو سره لیدنه کې ولسمشرغني ويلي طالبان هڅه کوي خلکو او عام المنفعه تاسيساتو ته زیان ورسوي خو د ملي امنيت اداره باید هغوئ ته اجازه ورنکړي چې هیواد او خلکو ته زیاتورسوي.

ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت په اداره د طالبانو له مینځه وړلو دا غږ په داسې حال کې کړی چې افغانستان کې د رواني اتلس کلنې جګړې پای ته رسولو په غرض د پنجشنبې نه په قطر کې د طالبانو او افغان سولې لپاره د امريکايي استازي زلمي خلیلزاد ترمینځ د نهم پړا و خبرې پیل شوي.

داځل د سولې په دې خبرو کې افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشر سكارټ میلر هم برخه لري او د قطر مذاکراتو ته نږدې سرچینې دعوه کوي چې د سولې په دې خبرو کې به دواړه خواوې د جوړ جاړي يو غوڅ تړون ته ورسیږي خو په قطر کې د طالبانو دسیاسي دفتر وياند سهيل شاهين دنهم پړاؤ له خبرو پیل کېدو درې ورځې وړاندې پخپل يو ټویټ کې ویلي وؤ چې طالبانو سره د سولې دتړون د لاسلیک کیدلو ورځ تر اوسه
نه ده ټاكل شوې.

سهیل شاهین پخپل دغه ټوئټ کې ډاډ څرګند کړی ؤ چې موږ ډاډه يو ، يوځل بیا به افغانستان ته په واقعی معنا استقلال اعاده شي چې ټول ولس به پرې وياړي” داشرف غني حكومت چې د طالبانو او امریکا ترمینځ دسولې دخبرو ملاتړ کوي خو ورسره سم کله کله په دې خبرو اترو ټکونه هم کوي او وايي دسولې د خبرو مالکیت باید دافغانانو په لاس کې وي، خو طالبان افغان دولت سره مخ په مخ خبرو ته دکېناستو څخه انکار کوي.

دملي امنیت د ادارې مشرانو ته خپله وينا کې ولسمشر اشرف غني ویلي “زموږ خلک هیڅ تروریستي ډلې ته سر نه ټيټوي” اشرف غني د ملي امنیت مشرانو او منسوبينو ته په مخاطبه وويل “په تېرو اوو مياشتو کې د زیاتو ګواښونو باوجود، تاسو په قوي اراده د طالبانو او نورو تروریستي ډلو ملا ماته کړې ا و هیڅ تروریستي ډلې ته مو اجازه ورنکړه چې خپل فعالیتونه پراخ کړي”

هغه امنیتي مشرانو ته په ټينګار سره و ويل چې باید د سولې ټېنګښت پورې د هیواد په هره څنډه کې د افغانستان دښمنان وځپي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: