دوشنبه , فبروري 17 2020
کور / خبرونه / د سیمې په هیوادونو کې د سختو ورښتو خبر ورکړل شوی دی

د سیمې په هیوادونو کې د سختو ورښتو خبر ورکړل شوی دی

روانه اونۍ د افغانستان، پاکستان او ایران په ځینو برخو کې د درنو ورښتونو وړاندوینه شوې ده. د هواپېژندنې یوې نړیوالې ادارې ویلي چې ښایي د بارانونو درنه څپه راتلونکې دوشنبه له ترکیې پيل شي او تر چهارشنبې پورې د ایران له خاورې تر تېرېدو وروسته پاکستان او افغانستان ته د ننه شي. سرچینه کاږي چې ښایي په ترکیه او ایران کې ددغه درنو ورښتونو له امله درانه سیلابونه هم را ووځي او ترافیکي خدمات ګډوډ کړي. په افغانستان او پاکستان کې بیا ددغه بارانونو کچه ټيټه ښودل شوې ده. په سیمه کې په دې وروستیو کې سختو ورښتونو زور اخیستی دی. په افغانستان، ایران او پاکستان کې بارانونو او سیلابونو لسګونه کسانو ته تلفات اړولي دي. په افغانستان کې هرات، فراه، کندهار او ننګرهار تر ټولو ډېر د سیلابونو له امله زیانمن شوي دي. ایراني حکومت بیا اندېښنه ښودلې چې ښايي بلوچستان ایالت له افغانستان د ورغلو سیلابونو له امله له سخت خطر سره مخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: