یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د طالبانو پر ضد د هوايي بریدونو له ډېرېدو سره ملکي مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده

د طالبانو پر ضد د هوايي بریدونو له ډېرېدو سره ملکي مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده

د طالبانو پر ضد د هوايي بریدونو له ډېرېدو سره ملکي مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده. امریکایي سټار انډ سټاریپس نشریه په خپل یوه راپور کې وایي چې په وروستي برید کې په خوست کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او امریکايي چارواکو د پېښې د پلټنې غوښتنه کړې ده. سرچینه کاږي په وروستیو دوو کلونو کې امریکايي ځواکونو د طالبانو پر ضد هوایي بریدونه ډېر کړي دي چې ورسره جوخت ملکي مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده او دا د اندېښنې وړ مسئله ده. د ملګرو ملتونو د اکټوبر میاشتې په راپور کې راځي چې د امریکايي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۵۷۹ کسان وژل شوي او ۳۰۶ نور ټپیان دي. دا شمېره د تېر کال په پرتله درې برابره مرګ ژوبله ښيي. سټار انډ سټاريپس لیکي چې د ملکي مرګ ژوبلې ډېرېدل د اندېښنې وړ مسئله ده او امریکايي ځواکونو ته په کار ده چې په دې برخه کې احتیاط ډېر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: