دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / د عراق په بغداد ښار کې پولیسو ۹ لاریون کوونکي وژلي

د عراق په بغداد ښار کې پولیسو ۹ لاریون کوونکي وژلي

د راپورونو له مخې، د عراق په پلازمينه بغداد کې پوليسو پر لاريوونکو ډزې کړي چې نهه تنه يې پکې وژلي دي.
امنيتي مسؤولين وايي، پوليسو وروسته له هغې پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې چې د وزيراعظم دفتر ۵۰۰ مترۍ ته نږدې شول او د ننوتلو هڅې يې کولې.
خو پوليسو پر مظاهره کوونکو د اوښکې بهوونکي ګاز، ربړي ګوليو سربيره د وسلو ډزې کړي او پنځه تنه يې وژلي دي.
دغه راز پرون د دوشنبې په ورځ هم په کربلا کې مظاهره کوونکو د ايران پر کنسلګرۍ بريد وکړ چې پوليسو پرې ډزې وکړې او څلور تنه مظاهره کوونکي پکې ووژل شول.
دغه راز د دوشنبې ورځې (نومبر ۴) په بغداد کې د پوليسو په ډزو دولس تنه مظاهره چيان ټپيان شوي هم دي.
په عراق کې له تېرو شاوخوا دوو اونیو راهیسې پراخې مظاهرې روانې دي چې په وروستيو کې ډېر کړکېچن پړاو ته رسېدلي دي.
دغه لاريونونه چې د اکتوبر له ۲۴ نيټې په عراق کې پيل شوي لسګونه زره کسانو پکې ګډون کړی او پر حکومتي مشرانو د فساد او روشوت اخيستو تور پورې کوي زياتوي چې بې کاري او فقر زيات دی او خلکو ته د ژوند لومړنۍ اسانتياوې نه دي برابرې شوي.
د عراق مظاهرو له پيله تر دې دمه ۲۵۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: