دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / د عراق په کربلا ښار کې چاودنې ۱۲ تنه وژلي او ګڼ شمېر ژوبل دي

د عراق په کربلا ښار کې چاودنې ۱۲ تنه وژلي او ګڼ شمېر ژوبل دي

عراق کې د ماین چاودنې له امله ۱۲کسان ځای پر ځای وژل شوي او زیات شمیر نور ټپیان دي چې د ځینو روغتیایي حالت هم ښه نه دی.

دا چاودنه په عراق کې د کربلا ښار سره نږدې په یوه غټ مسافر وړونکي بس موټر کې شوې ده.

عراقي چارواکو پیښه تائید کړې خو نور جزئیات یې نه دي خپاره شوي.

په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

که څه هم د دې پیښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخستې خو اکثره وخت داسې بریدونه د داعش توندلاري اورپکي ترسره کوي.

داعش هغه ډله ده چې په عراق او شام کې یې ډیری داسې چادونې او بریدونه کړي چې په سلګونه ولسي خلک او عوام پکې وژل شوي دي.

په عراق کې د داعش ډلې یو مهم هدف شیعه ګان هم دي، د تیرې عاشورا په مراسمو کې د کربلا په ښار کې یوې چادونې ۳۰کسان ووژل او یو شمیر نور ټپیان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: