پنجشنبه , جولای 18 2019
کور / خبرونه / د عمان په خلیج کې پر تېلو بار بېړیو باندې مرموز برید شوی دی

د عمان په خلیج کې پر تېلو بار بېړیو باندې مرموز برید شوی دی

د عمان په خلیج کې پر تېلو بار بېړیو باندې مرموز برید شوی دی. دا برید پر دوو هغو سترو بېړیو باندې شوی دی چې ۷۵ زره ټنه تېل یې لېږدول. له دې برید سره په نړیوال بازار کې د تېلو بیه کې څلورنیم سلنه ډېروالی راغلی دی. که څه هم تر اوسه د برید څرنګوالی څرګند نه دی خو نا تایید شوي راپورونه وایي، یوه کوچنۍ له باروتو ډکه کښتۍ د تېلو له یادې بېړۍ سره جنګول شوې ده. د راپورونو له مخې، د ایران سمندري ځواکونو د یوې بېړۍ ۲۱ او د بلې هغې ۲۳ تنه عمله ژغورلې ده. د ناروې هېواد د سمندري چارو ادارې ویلي، یوه بېړۍ د دوی ده. دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت وړاندې هم د متحدو عربي اماراتو ساحل ته څېرمه پر څلورو تېل وړونکو بېړیو بریدونه شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: