دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د غزني په یوه جومات کې چاودنې ۲۱ تنه ټپیان کړي

د غزني په یوه جومات کې چاودنې ۲۱ تنه ټپیان کړي

د خاک غريبان سيمې په مسجد کې چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې ٢١ تنه ټپيان شوي، په ټپيانو کې د درېيو کسانو وضعيت خراب و چې د ښې درملنې لپاره مرکز کابل ته لېږدول شوي او پاتې ټپيان په غزني کې تداوي کېږي، ممکن د ټپيانو شمېر تر دې هم زيات وي.

بل خوا د غزني د ملکي روغتون رئیس ډاکټر باز محمد همت تېره رسنیو ته وویل، له دغې پېښې څخه تر اوسه پورې یو تن وژل شوی او ۲۰ ټپیان د دوی روغتون ته وروړل شوي دي.

خو د سیمې خلک بیا وايي، په برید کې ۲۷ تنه ټپیان دي او دوه تنه وژل شوي دي.

د پېښې پړه تر اوسه پورې چا پر غاړه نه ده اخیستې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: