پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / بين المللي / د فرانس صدر: هند او پاکستان دې د کشمیر قضیه د خبرو له لارې هواره کړي

د فرانس صدر: هند او پاکستان دې د کشمیر قضیه د خبرو له لارې هواره کړي

د فرانس صدر امانوئيل مېکرون په هند او پاکستان غږ کړی چې د کشمير مسله د خبرو اترو د لارې هواره کړي، نوموړي دغه خبره د هند د وزیراعظم نريندرا مودي سره د لیدو په وخت کړې ده.

د فرانس د مطبوعاتو ترمخه د پېرس سره نږدې په صدارتي محل کې د زيارت په ورځ دواړو مشرانو ليدلي او د ليدنې وروسته د فرانس صدر ويلي،
فرانس د دې خبرې په يقيني کولو فکر کوي چې د لانجمن کشمیر او لاين اف کنټرول دواړو غاړو ته پرتو عامو خلکو ګټو او حقونو ته خونديتوب ورکړی شي.

نوموړي ويلي د کشمیر مسله دې په دوه اړخيزه بنيادونو هواره کړی شي.

پاکستان د کشمیر د مسلې د هوارولو دپاره د ډېرو هېوادونو د مذاکراتو غوښتنه کوي او هند وايي دا مسله ددواړو هېوادونو ترمنځه ده.

د فرانس صدر ويلي، دا دواړو فريقو زمه واري ده چې د حالاتو خرابولو نه ډډه وکړي چې تريخوالی نور سیوا نه شي.

هغه دا هم ويلي په راتلونکو ورځو کې به د پاکستان وزيراعظم عمران خان سره خبرې وکړي او هغه ته به اووايي چې فرانس غواړي دا مسله په دوه اړخيزه بنیادونو هواره کړی شي.

له دې وړاندې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د کشمیر په مسله د پاکستان او هند ترمنځه د درېمګړي د رول ترسره کولوويلي دي.

هند د خپلې ولقې لاندې کشمیر خصوصي حیثیت ختم کړی او پاکستان يې د دغه ګام غندنه کوي او يو اړخيز ورته وايي خو هند وايي دا يې کورنۍ معامله ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: