پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / د فلسطین لومړی وزیر:فلسطین د ټرمپ رشوت ته اړتیا نه لري

د فلسطین لومړی وزیر:فلسطین د ټرمپ رشوت ته اړتیا نه لري

د فلسطین د خپلواکې ادارې لومړی وزیر وایي، امریکا دې هڅه نه کوي چې فلسطینیان د رشوت په بدل کې د خپلو غوښتنو منلو ته چمتو کړي. هغه ویلي امریکا دې پر اسراییل فشار راوړي څو فلسطینیانو ته د هغوی حقه حقونه ورکړي او پر یاد هېواد له فشارونو نه لاس پر سر شي. محمد اشتیه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې لیکلي، امریکا له مودو راهیسي ددې په لټه کې ده څو په فلسطین او ګاونډیو هېوادونو کې د پانګونې په بدل کې پر فلسطینیانو خپلې او د اسراییلو غوښتنې ومني. هغه زیاته کړې فلسطین د ټرمپ رشوت ته اړتیا نه لري، دوی د ازادۍ تر اخیستلو وروسته کولی شي خپل اقتصاد په پښو ودروي. نوموړي زیاته کړې، که څه هم د فلسطن وګړي له ډېرې مودې راهیسي د اسراییلو له لوري تر سختو فشارونو لاندې دي خو دوی به په هیڅ صورت پر بیت المقدس معامله ونه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: