پنجشنبه , جولای 2 2020
کور / اسلاميات / د قرآن آیتونو او احادیثو کې دجهاد او مجاهدینو فضیلت

د قرآن آیتونو او احادیثو کې دجهاد او مجاهدینو فضیلت

هغه آیات او احادیث چی دجهاد او مجاهدینواو پرهیز کول له ترکولودجهاد دومره زیات دی چی یادونه یی په دغه غیرممکن ده خو څوآیاتو او احادیثو ته به دلته اشاره وکړو.

الله تعالی دمجاهدینو په اړه داسی فرمایی: إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِینَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّهَ یُقَاتِلُونَ فِی سَبِیلِ اللَّهِ فَیَقْتُلُونَ وَیُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَیْهِ حَقًّا فِی التَّوْرَاهِ وَالْإِنْجِیلِ وَالْقُرْآنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَیْعِکُمُ الَّذِی بَایَعْتُمْ بِهِ وَذَلِکَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ/توبه) په حقیقت سره الله تعالی دمؤمنینوڅخه ځان او مال دجنت په مقابل کی اخیستی دی، نو کفار وژنی او دوی دهغوی په مقابل کی وژلکیږی. دا دالله تعالی وعده ده چی په تورات، انجیل او قرآن کریم کی ثابته ده. څوک ترالله تعالی ښایسته دی پردی چی پروعده باندی وفاکوی.

زیری دوی پردی خستلو او خرڅولو چی تاسی کړی دی، او دا لوی ترینه کامیابی او نیکمرغی ده.

او همدارنګه الله تعالی دمؤمنینو مجاهدو به اړه داسی فرمایی: یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا هَلْ أَدُلُّکُمْ عَلَى تِجَارَهٍ تُنْجِیکُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِیمٍ (۱۰) تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِی سَبِیلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِکُمْ وَأَنْفُسِکُمْ ذَلِکُمْ خَیْرٌ لَکُمْ إِنْ کُنْتُمْ تَعْلَمُونَ/صف)

ای هغو کسانو چی تاسی پرالله تعالی ایمان راوړی دی، تاسی ته خبردرنکړم دهغه معاملی څخه چی تاسی د دوزخ له عذاب څخه ساتی، پرالله تعالی او رسول الله ایمان راوړی او دالله تعالی په لاره کی په خپل مال او ځان سره جهاد وکړی، دغه کار تا سی ته ډیریو نیک کار دی که تاسی وپوهیږی.

مقدام بن معدی کرب څخه روایت شوی دی چی رسول الله وفرمایل: دالله تعالی په نزد دمجاهدینو لپاره لس خصلتونه دی لومړی داچی د دوی لومړنی قطره دوینی په توییدو سره د دوی ګناوی بښل کیږی، ترمخ د مرګ څخه خپل مقام په جنت کی وینی، دقبر له عذاب څخه ژغورل کیږی، دقیامت له ویری څخه په امان کی دی، دقیامت په ورځ یو تاج یی پرسر ایښودل کیږی چی یو یاقوت یی له دنیا او کوم شی چی په دنیا کی دی له هغو څخه نیکتره او غوره تره دی، دو اویه حور دجنت د دوی په نصیب کی کیږی، دو اویه تنه له خپلی کورنی څخه د دوزخ له عذاب څخه یی ژغوروی.

حضرت ابوهریره فرمایی چی حضرت محمد مصطفی وفرمایل: په جنت کی سل درجی دی چی د هری درجی په مینځ کی فاصله دومره ده لکه دځمکی او آسمان، الله تعالی هغه درجی هغوکسانو ته مهیا کړی دی چی هغوی دالله تعالی په لاره کی جهاد کوی.

همدارنګه په صحیح بخاری کی راځی چی حضرت ابوهریره درسول اکرم څخه داسی روایت کوی: هرهغه څوک په داسی حال کی له دنیا څخه ولاړشی چی هغه کس جهاد ونکړی او په زړه کی هم دجها قصد او اراده نه درلوده، هغه کس دنفاق په شعبه کی مړدی.

رسول الله فرمایی: هرهغه کس چی دالله تعالی په لاره کی مجروح شی او وینی توییږی، دقیامت په ورځ به داسی حال کی لوړیږی چی له بدن څخه یی وینی توییږی، رنګ یی دوینی دَی خو بوی دمسکو دی.

په صحیحنو کی راځی چی پیغمبر- علیه السلام – داسی وفرمایل: زما دغه خوښ وو چی دالله تعالی په لاره کی جهاد وکړم اوپس له هغو شهید شم او بیا ژوندی شم او بیا دالله تعالی په لاره کی جهاد وکړم اوبیاشهید شم او بیا ژوندی شم او دالله تعالی په لاره کی جهاد وکړم او شهید شم.

لیکونکی: بصیراحمد نوری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: