جمعه , اګست 23 2019
کور / روغتيا / د قرآن کریم له نظره شات څومره ارزښت لرونکي دي؟

د قرآن کریم له نظره شات څومره ارزښت لرونکي دي؟


لیکوال: عبدالغفار جبېر

غوړچاڼ: حافظ صیاد افغان

د عسلو په اړه مې په (اسلام او سائېنسې څېړنې) کتاب کې جالب او ګټور معلومات مطالعه کړل، چې خورا مفصل بیان ؤ، ما یې د مکمل څپرکې غورچاڼ راجمع کړ!

د عسلو د صفاتو ګټو په اړه په قرآن کریم کې الله پاک جل جلاله قریب (۱۴۵۰) کاله مخکې د (نحل) په نامه سورة نازل کړي، چې دا یې د جنت له خاصو نعمتونو ګڼلي، عسل یې د زیاتو امراضو د شفأ مهم عنصر ګڼلي.

د عسلو په اړه نبي پاک (صلی الله علیه وسلم) ډېرو مریضانو ته د عسلو خوراک نسخې فرمایلي، چې د هغو سره الله پاک هغو مریضانو ته شفأ هم ورنصیب کړې.

د عسلو په اړه د ټولې نړۍ علمأی کرامو، سائنسدانانو، طبیبانو، ډاکټرانو، خورا زیاتې څېړنې کړي، او دې نتیجې ته رسیدلې چې په عسلو کې د (۱۵۱) امراضو تداوي په تجربه سره حاصله شوې؛ او په عسلو کې یې په مکمله توګه ویټامینونه انرژۍ، او…. کشف کړي.

د عسلو په اړه په دوهم نړۍوال جنګ کې اروپایي پوځیانو د خپل ولس د عسلو فابریکو والا ته ویلې چې عسل زیات تولید کړئ موږ ته به یې راکوئ، پدې وجه چې په عسلوکې د مکملې غذاء، انرژي، ویټامینونه سته. او بالخصوص یې د پوځیانو د زخمونو د تداوي لپاره استعمالول.

د عسلو په اړه تاریخ پوهان وایې زرګونه کلونه مخکې دعسلو استعمال رواج بالخصوص د امراضو د تداوی په بخش کې استعمالېدل، او د پاچاهانو شتمنو مجسمې به ئې په غوړولې چې په لیری سفر او زیاته تودوخه کې به ئې د جسم محافظت کاوه.

عسل څو قسمه رنګونه او رقمونه لري سپین، زېړ، سور رنګ چې تور ته مائل وي، خرمایې رنګونه، او داسې نور…. رقمونه؛ د اصلې عسلو زیات صفات شته چې مهم ئې په دې ډول دي:

ګاټه(ټبنګ) به وي، چې د اوبو ګیلاس ته واچول سې ویلیږی به نۀ د ګیلاس پای ته به رسیږي؛ چې د رخت یوه ټوټه ورباندې ولړل سي بیا اور ورته ورکړل سي که ژر ئې اور واخیست اصلې دي اوکه په ځنډ ئې واخیست سوچه نه دي؛ او چې د عسلو بوتل ته مچمچۍ ولویږي وزرونه یې پکښې ډوب سي نو که مچمچۍ په همدغه حالت کې والوتلای شوه اصلې دي او که پکښې ونښتله “سوچه ندي” یا جعلي دي.

د عسلو زیاته اغیزمنه او مجربه تداوي بالخصوص ددغه ډول ناروغیو لپاره ده، لکه؛ د زړه ناروغي، د بدن مکروبونو، د زخمونو، معدې، اعصابو، او پوستکې ناروغۍ دي.

د عسلو په اړه احتیاطې تدابېر داسې بیان شوي چې: په زیاته تودوخه کې به نه ساتل کیږي، او په تودو اوبو کې خپل اغیزمنتیا له لاسه ورکوي، بالعکس په یخنۍ موسم کې په تودو شیدو کې زیات ګټور دي، په یخه هوأ، بند ځای، او یخ ځای کې باید وساتل شي.

د لازیاتو معلوماتو لپاره د (اسلام او سائینسې څېړنو) کتاب اول ټوک مطالعه کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: