دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / بين المللي / د قزاقستان پولیسو د انتخاباتو پروسې ضد ګڼ شمېر مظاهرچیان نیولي

د قزاقستان پولیسو د انتخاباتو پروسې ضد ګڼ شمېر مظاهرچیان نیولي

د قزاقستان یو شمېر اوسیدونکي وايي چې اساسي حقونه یې تر پښو لاندې شوي او د انتخاباتو د هغې پروسې پرضد دریدلي چې پایله یې مخکې له مخکې پلان شوې وه.

سلګونه کسانو پرون د یکشنبې په ورځ د قزاقستان په څو ښارونو کې مظاهره وکړه.

له مظاهره‌چیانو یوه سړي او یوې ښځې چې نومونه یې نه ‌دي اخېستي وویل:”موږ له دولته د اساسي قانون په رڼا کې د خپلو هغو اساسي حقونو غوښتنه کوو چې د قزاقستان د اساسي قانون له مخې دولت یې د تأمین لپاره مکلف ګرځول شوی. د بیان ازادي غواړو.

-زه په ‌دې لاریون کې برخه اخلم، څو خپل اعتراض وکړم او غیر مشروع انتخابات بایکاټ کړم.”

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې خلکو له اجازې پرته لاریون کړی.

د دغه وزارت مرستیال مرات قاژییف ویلي چې په الماتې او نورسلطان ښارونو کې یې ۵۰۰ مظاهره‌چیان نیولي.

دی زیاتوي: “شاوخوا پنځه سوه کسان په نورسلطان او الماتې ښارونو کې د ناقانونه مظاهرو په خاطر د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.”

مؤقت ولسمشر قاسم جومارت توقایف
د مؤقت ولسمشر قاسم جومارت توقایف پر وړاندې د حکومت له ‌خوا په ‌دې کنټرول شویو انتخاباتو کې شپږ تنه کاندیدان ولاړ وو چې ډېر مشهوره نه و.

د قزاقستان د انتخاباتو کمېسیون ویلي نږدې دولسو میلیونو کسانو رایه ورکړې چې دا د ثبت شویو کسانو ۷۷ فیصده جوړوي.

مؤقت ولسمشر جومارت توقایف چې په خپلې بریا ډاډمن و پرون یې له رأیې اچونې وروسته وویل چې مظاهره‌چیان او پولیس باید ارامه و اوسي او دی به د لانجې د هواري لپاره یوه کمېټه جوړه کړي.

جومارت توقایف همدارنګه ویلي چې له نورسلطان نظربایف نه به په سټراتيژيکو چارو کې مشوره اخلي.

نور سلطان نظربایف له ۱۹۹۰ میلادي کال راهیسې پر قزاقستان واک چلولی دی.

دی چې درې میاشتې مخکې له نږدې درې لسیزو واک وروسته استعفا وکړه او قاسم جومارت توقایف یې مؤقت ولسمشر وټاکه د بشري حقونو د زیاتو سازمانونو له ‌خوا د بشري حقونو په نقض تورن شوی دی.

یو وار له دې مخکې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې انتخابات شوي و چې په هغو کې نورسلطان څه باندې ۹۸ فیصده رأیې ګټلې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: