پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / د قطر په پلازمېنه دوحه کې اوس هم د سولۍ خبرې دوام لري

د قطر په پلازمېنه دوحه کې اوس هم د سولۍ خبرې دوام لري

د قطر په پلازمېنه دوحې کې د افغان سیاستوالانو، فعالانو او طالب استازو ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې چې د جولای پر اوومه پیل شوې، روانې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو په دوحې کې د طالبانو او افغان سیاستوالانو، فعالانو ترمنځ د خبرو هرکلی کړی دی.

نوموړي د جولای پر اوومه پر ټوېټر لیکي چې دا هغه خبرې دي چې له ډېر وخته یې انتظار کېده.

د پامپېو په خبره، دا د خوشالۍ ځای دی چې د افغان حکومت لوړپوړي چارواکي، د مدني ټولنې فعالان، ښځې او طالبان یو ځای سره کښېني او د هېواد د شخړې پر ختمولو غږېږي.

هلته د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هیله ښودلې چې دا به د سولې د لارو په موندلو مرسته وکړي.

دا خبره نوموړي د جولای پر اوومه د دوحې د مذاکراتو تر پیل مخکې د مشال راډیو یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.

خلیلزاد زیاته کړه چې دی د افغانانو ترمنځ په دې خبرو کې ګډون نه کوي.

هلته د افغانستان د سولې عالي شورا غړي حاجي دین محمد هیله وښوده چې مذاکرات ښايي د افغان حکومت او طالبانو مستقیمو خبرو ته لار هواره کړي.

ده وویل، د جګړې پر ختمولو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر “مسوولانه وتلو” بحث کوي.

د دوحې دوه ورځنۍ غونډې ته ګڼ افغان سیاستوالان او د ښځو په ګډون فعالان ورغلي خو د افغان حکومت استازي پکې ګډون نه کوي.

په عین وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین مشال راډیو ته وویل چې له امریکایانو سره یې شاوخوا ۸۰ فیصده مسلې حل کړې دي خو پر ځینو نکاتو بحث روان دی.

زلمي خلیلزاد هم په دوحې کې خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره یې د خبرو په اووم پړاو کې “خورا زیات پرمختګ” کړی خو نور معلومات یې ورنکړل.

په دوحې کې د افغانانو ترمنځ کنفرانس پر داسې مهال پیل شو چې په غزني کې د ملي امنیت پر یوې ودانۍ په موټر بم برید کې یو شمېر کسان ووژل او ژوبل شول.

طالبانو د حملې ذمه واري منلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: