سه شنبه , اپریل 7 2020
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / د لبنان صدراعظم استعفا ورکوي

د لبنان صدراعظم استعفا ورکوي

د لبنان صدراعظم سعد حریري په خپل هېواد کې د خلکو له لاریونونو وروسته اعلان وکړ چې استعفا کوي. نوموړي ویلي، چې خپله استعفا به ولسمشر ته وړاندې کړي. په لبنان کې له شاوخوا دوو اونیو راهېسې د حکومت ضد لاریونونه روان و او لاریونوالو د صدراعظم د استعفا غوښتنه کوله. حکومت څه موده مخکې پر یو شمېر نورو مسایلو سربېره د واټس اپ پر ټیلیفوني مکالمو هم مالیه ولګوله چې همدغه کار د خلکو غوسه راوپاروله او د هیواد په پلازمېنه بیروت کې د دولت ضد لاریونونه پیل شول. د لاریون له کبله په لبنان کې لویې لارې، ښوونځي، روغتونونه او کاروبارونه تړل شوي وو. سعد حریري شاوخوا دوه کاله مخکې په لبنان کې د ایتلافي حکومت صدراعظم شو چې په کابینه کې ورسره سیاسي مخالفان هم وو. هغه درې ځلې د لبنان صدراعظم پاتې شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: