دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / بين المللي / د لندن ښاروال یوې غونډې ته د خبرو پر مهال پر ټرمپ مسخرې کړې

د لندن ښاروال یوې غونډې ته د خبرو پر مهال پر ټرمپ مسخرې کړې

د لندن ښاروال په یاد هېواد کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال پر ټرمپ مسخرې کړې دي او هغه ته یې د ماشوم خطاب کړی دی. صادق خان ټرمپ ته ځکه د ماشوم خطاب کړی دی چې په خبره یې ټوله ورځ پر ټویټر فعالیت کوي. هغه دا خبره وروسته تر هغه وکړه چې ویې کتل تليفون یې ګل دی. نوموړي وروسته په تمسخر امیزه شکل د غونډې ګډونوالو ته ویلي، که چېرته د چا ګرځنده ټلفون روښانه وي نو سپینه ماڼۍ کې ناست ماشوم دې څاري که چېرته یې د لندن د ښاروال په اړه کوم ټویټ وکړ نو حتماً دې ده ته ووایي. صادق خان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له مودو راهیسې یې له ټرمپ سره لفظي شخړه دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: