دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د ماشومانو له پاره افغانستان تر ټولو نا امنه هېواد دی

د ماشومانو له پاره افغانستان تر ټولو نا امنه هېواد دی

ږد ماشومانو د ساتنې ادارې په یو راپور کې ویلي، هغه افغان ماشومان چې اوس یې عمر اتلس کلنۍ ته رسېږي ټول عمر یې په جګړو کې تېر کړی دی. یاده اداره دا راپور په داسې حال کې خپروي چې پر افغانستان د امریکا د یرغل نن اتلس کاله پوره شول. یاد سازمان د همدې اتلس کلنې جګړې په اړه نن یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي، افغان ماشومان هره ورځ د چاودنو او بمباریو پر غږونو له خوبه راویښېږي چې دا یوه ستره انساني فاجعه ده. دغه سازمان ویلي، په افغانستان کې د روانې جګړې ۸۴ سلنه قربانیان یوازې تر اتلس کلنۍ کم عمره ماشومان جوړوي. یاد سازمان افغانستان د ماشومانو لپاره له خطر ناکو هېوادنو یاد کړی او د جګړې له ټولو غاړو یې غوښتي چې په جګړو کې د ماشومانو له ګټه اخیستنې ډډه وکړي او ژوند ته یې باید جدي پاملرنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: