جمعه , اګست 23 2019
کور / خبرونه / پاکستان / د مسلم لیګ (ن) غړې نسيم اختر د ملک او پوځ پرضد د نعرو ورکولو په تور نیول شوې

د مسلم لیګ (ن) غړې نسيم اختر د ملک او پوځ پرضد د نعرو ورکولو په تور نیول شوې

په سوات کې پولیسو د مسلم ليګ (ن) ښځينه څانګې یوه ځايي مشره او پخوانۍ ضلعي کونسلره نسيم اختر د ملک او پوځ پرضد د نعرو ورکولو په تور د ګل/دوشنبې په ورځ نیولې ده.

د سوات پولیس مشر ډي پي او سيد اشفاق انور نن سېشنبه مشال راډيو ته وويل چې پر نسيم اختر د ترهګرۍ، له ملک سره د غدارۍ او ځینې نورې دفعې لګول شوې دي. نسیم اختر د روانې میاشتې پر۱۰ مه نېټه په مینګوره کې د مسلم لیګ (ن) د یوې مشرې مریم نواز د ګرفتارولو خلاف په یوه احتجاجي مظاهره کې برخه اخېستې وه، چې د پولیس په وینا د ادارو خلاف یې خپل شعارونه او خبرې پر ټولنیزو رسنیو (سوشل میډیا) خپرې کړې وې.

د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نیب) د مسلم لیګ (ن) مرستیاله مشره او د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور مریم نواز د اګست پر اتمه ګرفتاره کړه. د احتساب ادارې د اګست پر اتمه په یوه لنډ بیان کې ویلي چې عدالت نوموړې ته د بورې د یوې کارخانې په مقدمه کې د حاضرېدو امر کړی وو خو هغه حاضره نشوه نو ځکه یې ونیوله.

په خېبر پښتونخوا کې د مسلم لېګ (ن) صوبايي مشر امیر مقام د خپلې ګوندي غړې نسيم اختر د نيولو غندنه کړې او له حکومته یې غوښتي چې هغه دې زر تر زره خوشې کړي. نوموړي په خپل یوه جاري کړي بیان کې کښلي چې حکومت بايد د بيان پر ازادۍ بندیزونه و نه لګوي.

بلخوا د مسلم لیګ ن سوات ضلعې مشر او د سوات ضلعي کونسل ناظم اعلی محمد علي شاه د نسیم اختر د نیولو په اړه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دا د هغې ځاني کړنه/فعل ده خو له دې سره بیا هم دوی له قانونپوهانو او د خپل ګوند له مشرانو سره په رابطه کې دي. د ده وینا وه چې نسیم اختر د پوځ او ادارو قدر کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: