دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د مشرانو جرګې غړي وايي ډیورند کرښه د افغانستان د ارضي تمامیت ملي مسله ده

د مشرانو جرګې غړي وايي ډیورند کرښه د افغانستان د ارضي تمامیت ملي مسله ده

د مشرانو جرګې غړي وايي ډیورند کرښه د افغانستان د ارضي تمامیت ملي مسله ده، او په دې تړاو د پرېکړې حق له ملت سره دی، نه له یو شمېر سیاسي اشخاصو سره. د مشرانو جرګې د پرونۍ ناستې په ازاد بحث کې سناتورانو پر وروستي سیاسي، امنیتي وضعیت، سولې او یو شمېر نورو موضوعاتو بحثونه لرل. د مشرانو جرګې غړي پاکستان ته د افغان سیاسونونو پلاوي یو شمېر غړو پر هغو څرګندونو سختي نیوکې کړې، چې د لاهور پروسې ناسته کې یې د ډیورند کرښې په تړاو کړې وې. سناتوران وايي ډیورنډ د افغانستان د ارضي تمامیت مسله ده او د دواړو خواوو ولسونه په دې اړه د پرېکړې کولو صلاحیت لري، نه یو شمېر سیاسي اشخاص. د ملي شورا غړي وايي ډیورنډ کرښه د یو ملت په سینه د جبر لیکه ده، چې د کرښې دواړو خواوو مېشتو خلکو ته د منلو وړ نه وه او نه به وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: