شنبه , سپتمبر 21 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د ملګروملتونو شورا د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه لري

د ملګروملتونو شورا د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه لري

د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به سبا په یوه غونډه کې په افغانستان کې روان وضعیت څېړي او په اړه به یې خپل اقدامات بیانوي. دغه غونډې ته به د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش خپل راپور هم وړاندې کړي. د هغه په راپور کې چې مخکې له مخکې د رسنیو له لارې خپور شوی پر بین الافغاني خبرو او د خبرو له لارې د جګړې پر حل ټینګار شوی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي همدا راز په افغانستان کې اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضعیت خراب بللی و، خو ټینګار یې کړی و چې په دې سختو شرایطو کې ملګري ملتونه د افغانستان تر څنګ ولاړ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: