شنبه , نوومبر 23 2019
کور / خبرونه / د ملکي وګړو وژل کېدل کومه نوې خبره نده

د ملکي وګړو وژل کېدل کومه نوې خبره نده

د ملکي وګړو وژنه په دې وروستیو کې بېخي زیاته شوې ده. تازه د امریکا دفاع وزارت ویلي، په افغانستان کې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۳۱۶۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پنټاګون په خپل تازه راپور کې ویلي، د یادو ملکیانو له ډلې ۹۵۰ تنه وژل شوي او ۲۲۱۳ تنه نور ژوبل شوي دي. نورې خپلواکې سرچینې بیا دا شمېر تر دې لوړ ښيي. پرون په وردګو ولایت او نن په اروزګان کې نور ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: