جمعه , سپتمبر 20 2019
کور / پښتو ادب / د مومندو ملالې ته د عبدالغفور لیوال شعر

د مومندو ملالې ته د عبدالغفور لیوال شعر

مومندې هسکه غــــړۍ ودرېږه
د اېمل خان اروا دې ښاده کړله
د میوندۍ ملالې کشرې خورې
د ایوب خان غزا دې یاده کړله

د پښتـــــني حــیا ســرتېرې خورې
شمـــــشاد په خپله چیغه وخوځوه
هه، که راویښ شي له تا وشرمیږي
دغه ویده پښــــــــــــتانه وخوځوه

تا چې د خپل عزت لیوه وویشــــته
تاریخ پر اور د غیــــرت ونڅېــــــده
افغان له شـــرمه لکه شمـــعه بل شو
په ځان کې څاڅکی څاڅکی وڅڅېده

مومندې ځار دې شم د هغې شــــېبې
چې بلوسګر ته دې شپېلۍ سیخه کړه
تا چې ماشه راښکوده ، نور ویده ول
ډز دې ولس کې ولوله ویښــــــه کړه

په ښکېل وطن کې، یه خپلواکې خورې
یه د خوشال د چم بېبــــــــــاکې خورې
زه به شمــله ستا په نامه ګرځـــــــــــوم
زما حیــاناکې زما پاکې خـــــــــــــــورې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: