دوشنبه , دسمبر 16 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / د ناټو په اویایمه کلیزه کې دوه ولسمشرانو شخړه کړې ده

د ناټو په اویایمه کلیزه کې دوه ولسمشرانو شخړه کړې ده

د ناټو د اویایمې کلیزې په ویاړ جوړه شوې غونډه کې ټرمپ د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون ته توهین کړی دی خو هغه بیا ظاهراً په صمیمیت سره ټرمپ ته جدي اخطارونه ورکړي دي. په ورته وخت کې د ترکیې ولسمشر بیا د سوریې په موضوع کې ناټو ته اخطار ورکړی دی. بلخوا ویل کېږي چې د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون بیا له ټرمپ سره د عکس اخیستلو له ویري په ماښامنۍ کې هیڅ ګډون نه دی کړی. په ټوله کې دا جلسه که له یوې خوا په زړه پورې نه وه بلخوا د ټرمپ او مکرون ترمنځ لفظي شخړې هم ګډوډه کړې ده. ټرمپ ویلي چې مکرون باید دا خبره ونکړي چې ناټو له مغزي سکتې سره مخ ده. هغه پر مکرون نیوکه وکړه او دا څرګندونې یې بدې او بې احترامي وبلله. ټرمپ ویلي چې فرانسه تر ټولو ډېر دې سازمان ته اړتیا لري. مکرون بیا ویلي چې امریکا باید له مشورې پرته له سوریې څخه خپل عسکر نه وای ایستلي. نوموړي دغه راز پر ترکیه هم نیوکه وکړه چې ډيری وخت د داعش له ملاتړو سره ګډ کار کوي او نباید یې له روسیې څخه ایس څلورسوه سیسټم پیرلی وای. خو اردوغان بیا ویلي چې که چېرته ناټو د کردي وسله والو ډله ترهګره اعلان نه کړي نو ګډه اعلامیه باندې به لاسلیک ونکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: