یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / د نقیب مسید پلار محمد خان د انصاف غوښتو په ارمان له دې دنیا سترګې پټې کړې

د نقیب مسید پلار محمد خان د انصاف غوښتو په ارمان له دې دنیا سترګې پټې کړې

په کراچۍ کې د پوليس په جعلي مقابله کې د وژل شوي نقيب مسید پلار محمد خان د ورپېښې ناروغۍ له مړ شوی دی.
د نقيب مسيد پلار د تېرو څو مياشتو راهسې په پېنډۍ کې په پوځي روغتون کې داخل ؤ درملنه یې روانه وه.
د محمد خان زوی فريدالله وي او ای ډيوه ته وويل چې هغه په ابوظهبی کی دی “او ورور يې ورته وويل چې پلار يې وفات شو”.
د نقيب مسید د پلار په مړينه په ټولنيزو رسنيو د افسوس څرګندونه شوې او د هغه مړينې ته يې د انصاف په ارمان ګور ته د تلو ويلي دي.
حیات پریغال په ټويټر ويلي،


پلوشه عباس هم په ټویټر ویلي،
“د نقيب پلار په حق ورسېدو د بده مرغه د هغه د زوي وژونکی راؤ انوار خوشی دی او هغه (محمد خان) د زوي دپاره انصاف ترلاسه نه کړو”.


محمد خان د زوي نقيب مسيد د وژنې تور په پخواني پوليس افسر راؤ انوار لګولی ؤ. نقیب مسيد تېر کال د جنورۍ په ۱۳م نېټه په کراچۍ کې په يوه پوليس مقابله کې سره د درېو نورو کسانو وژل شوی ؤ.
د کراچۍ د ملير ضلعې د هغه وخت پولیس افسر راؤ انوار په مشرۍ دغه مقابله شوې وه او بيا د پوليس خپلې پلټنيزې کمېټۍ دغې مقابلې ته جعلي ويلي ؤ.
د محمد خان په مدعيت کې په راؤ انوار او هغه سره په ۲۵ پوليسو باندې د دغه مقابلې مقدمه د کراچۍ د ترهګرۍ او هايکورټ په عدالتونو کې روانه ده.
محمد خان نزدې لس ورځې وړاندې ویلي ؤ په ضمانت خوشی راؤ انوار دې ونيول شي چې د هغه پرضد په عدالت کې ګواهي وشي ځکه چې هغه ګواهانو ته دهړکې ورکوي.
د نقيب مسيد د پلار د وکيلانو په وېنا په ياده مقدمه کې د راؤ انوار په ګډون پينځه تنه په ضمانت د جېل څخه بهر دي، ۱۳ کسان بنديوان او اووه تنه مفروران دي.
محمدخان څو مياشتې مخکې وي او ای ډیوه سره په يوه مرکه کې ويلي ؤ چې د راؤ انوار پرضد د هغه د وژل شوي زوي نقيب مسيد په اړوند کومه مقدمه د کراچۍ په عدالتونو کې روانه ده هغه دې خېبرپښتونخوا ته راوړل شي.
هغه تور لګولی ؤ چې په کراچۍ کې ورته د سر ګواښونه کيږي، او بل دا چې هغه د کراچۍ پورې د تلو او هلته په عدالتونو کې د مقدمې کولو پېسې نه لري.
محمدخان ويلي ؤ چې د پاکستان عدالتونو او پوځ هغه ته د پوره انصاف ورکولو ژمنه کړې وه او هغه به ويل د زوی په سر به کله هم سودا ونه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: