چهارشنبه , جنوري 22 2020
کور / خبرونه / تفریح / د نورستان په (څیم) دره کې یو هوټل پرانیستل شو

د نورستان په (څیم) دره کې یو هوټل پرانیستل شو

نن د نورستان ولایت په مرکز پارون کې یو شمېر ځوانانو د ((څیم)) په نوم په یوې شنه دره کې د سیلانیانو د ورتګ لپاره یو هوټل پراينست. د دغو ځوانانو پر وینا د هوټل موخه یې د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.

په څیم دره کې د دغه هوټل د پرانيستې په مراسمو کې د نورستان د والي حافظ عبدالقیوم ترڅنګ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کریم صادق او د ده ورور او بل ملي لوبغاړي افتاب عالم هم ګډون کړی و.

د نورستان والي حافظ عبدلقیوم د پرانيستې په مراسمو کې وویل، د دې سیمې امنیت په بشپړه توګه خوندي دی، ولسي همکاري له یو بل سره شته او سیلانیان کولی شي چې په ډاډه زړه د نورستان ښایسته سیمو ته راشي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم زیاتوي چې د نورستان هره دره او سیمه دومره ښکلا وې لري چې په یو ځانګړي سیاحتي ځای بدلیدلی شي او د همدې لپاره ولایتي ادارې یو شمېر پلانونه له مرکزي حکومت سره شریک کړي دي.

د نورستان ولایت د شنو او ښایسته درو ښکلاګانو په تړاو ډیرې کیسې شته چې خلک یې د لیدو لپاره وخت ناوخت ځي، د همدې ښایسته سیمو لیدو لپاره د افغان لوبډلې دوه پیاوړي لوبغاړي کریم صادق او آفتاب عالم هم د دریو ورځو لپاره دغې سیمې ته تللي و چې هلته یې د دغه هوټل پرانيسته هم وکړه.

د کرکټ ملي لوبغاړي کریم صادق د نورستان د ښکلا په تړاو وایي: ((په ډیری هېوادونو کې ګرځېدلي یو، خو د نورستان ښکلا مو نه وه لیدلې هغه وایي له دریو کلونو راهیسې دې سیمې ته د تګ اراده مو کړې وه خو دا دی مونږ نن وتوانیدو چې د نورستان ښکلا وګورو.))

کریم صادق خبریال ډاټ کام ته وویل، چې ورور يې (افتاب عالم) د يو کلن بندېز سره مخ شوى، نو د ذهني فشار لاندې وې، نو له همدې امله يې نورستان ته بيولى و، تر څو خپګان يې له منځه لاړ شي او روحاً او جسماً ارامه شي.

د کرکټ ملي لوبدلې بل لوبغاړی افتاب عالم چې د تفریح لپاره نورستان ته تللی و وویل، مونږ په خپل ژوند کې د نړۍ ډیر هیوادونه لیدلي، خو هغه ښکلا چې نورستان یې لري هیڅ یو هېواد یې نلري چې ډیره په زړه پورې ده.

همدا راز کريم صادق بيا خبريال ډاټ کام ته وويل، چې له نورستان په بېرته راتګ پښېمانه دى، ځکه سيمه ډېره ښايسته او ډېر ارامه ځاى و. هغه وايي که څوک نا ارامه وي نو نورستان ته دې د چکر لپاره ولاړ شي.

د یادونې وړ ده د نورستان او په ځانګړي ډول د څیم دره د دوبي پر مهال ښه معتدله هوا، یخې اوبه او شنه چمنونه لري، چې د سیلانیانو پام ځان ته راړولی شي.

د يادونې وړ ده چې د نورستان په څيم دره کې پرانيستل شوى دغه هوټل يو کليوالي هوټل دى، چې د دغه ځاى د چکر پرې مهال پکې خوندور خواړه تيارېږي او سېلانيان کولاى شي چې بېخي د کليوالي هوټلو خوند پکې ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: