یکشنبه , مې 31 2020
کور / اسلاميات / د نوروز لمانځل د اسلام له نظره

د نوروز لمانځل د اسلام له نظره

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي د هر امت لپاره اختر وي او دا کوچنی او لوی اختر زمونږ اختر دی.

نوروز لمانځل غیر شرعي او حرام عمل دی مرتکب یې دکبیره ګناه خاوند ګرځي
.
۱/ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چا چې د کوم قوم سره مشابهت وکړو هغه د هغوی نه شو.
نوروز لمانځل د مجوسیانو عمل دی نو کوم مسلمان چې نوروز ولمانځي دا هم د مجوسیانو څخه ګرځي، ځکه د هغوی سره یې عملي مشابهت وکړو.
نوروز د مشرکینو اختر دی. الملل والنحل ۱/ ۲۲۸
عبدالله بن عمر رضی الله عنهما فرمایي څوک چې د مشرکینو سره اوسېږي د هغوی سره نوروز لمانځي او د هغوی په شان په دغه ورځ ځان جوړوي نو د قیامت په ورځ به د هغوی سره راپاڅېږي، السنن الکبری للبهیقی ۹/۲۲۴

۲/ الله تعالی فرمایي.
[سُوۡرَةُ الفُرقان : 72] وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا
(او د الرحمان بندګان هغه دي) چې د درواغو شاهدي نه وایي. او كه په كوم بابېزه شي باندې ورشي، نو د شريفو انسانانو په څېر ورڅخه تېرېږي.

عبدالله بن عباس رضی الله عنهما فرمایي د زور نه مراد د مشرکینو اختر دی. ابن کثیر .، اقتضاءالصراط المستقیم.
۳/ﺟﻨﺎﺏ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﭼﯥ ﮐﻠﻪ ﻣﺪﯾﻨﯥ ﺗﻪ ﻫﺠﺮﺕ ﻭﮐړ، ﺩ ﻣﺪﯾﻨﯥ ﭘﻪ ﺧﻠﮑﻮ ﮐﯥ ﺩﻭﻩ ﺍﺧﺘﺮﻭﻧﻪ
ﻣﺮﻭﺝ ﻭﻭ، ﭼﯥ ﺩﻭﯼ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﮐﯥ ﺧﻮﺷﺤﺎلۍ ﺍﻭ ﻣﯿﻠﯥ ﮐﻮلې، ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻭﻓﺮﻣﺎﻳﻞ : ﺩﺍ
ﺩﻭﯤ ﻭﺭځېﺩ څه ﺩﻱ ؟
ﻫﻐﻮﯼ ﻋﺮﺽ ﻭﮐړ: ﻣﻮﻧږ ﺑﻪ ﺩ ﺟﺎﻫﻠﻴﺖ ﭘﻪ ﺯﻣﺎﻧﻪ ﮐﯥ ﭘﻪ ﺩﯤ ﺩﻭﻭ ﻭﺭځو ﮐﯥ ﺧﻮﺷﺤﺎلۍﺍﻭ ﺑﺎﺯۍ ﮐﻮﻟﯥ .
ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻭﻓﺮﻣﺎﻳﻞ : ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﺗﺎﺳﯥ ﺗﻪ ﺩﻭﯤ ﻭﺭځې ﺩ ﻫﻐﻪ ﭘﺮ ځاﯼ ﺗﻌﻴﻦ ﮐړﯤ، ﭼﯥ
ﭘﻪ ﻫﻐﻮ ﺩﻭؤ ﮐﯥ ﺩ ﺩﻧﻴﺎ ﺍﻭ ﺁﺧﺮﺕ ﺧﻴﺮ ﺍﻭ ﺑﺮﮐﺖ ﺷﺘﻪ : ﺩ ﻓﻄﺮ ﺍﺧﺘﺮ ﺍﻭ ﺩ ﻗﺮﺑﺎنۍ ﺍﺧﺘﺮ ”
ﺍﺑﻮﺩﺍﻭﺩ ( ۱۱۳۴ ) ﺍﻭ ﻧﺴﺎﺋﻲ ( ۱۵۵۶ ) .

۴/ ﻗﺎﺿﻲ ﺧﺎﻥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻓﺘﺎﻭﻱ ﮐﯥ ﻟﯿﮑﻠﯥ :
ﺭﺟﻞ ﺍﺷﺘﺮﻯ ﻳﻮﻡ ﺍﻟﻨﻴﺮﻭﺯ ﺷﻴﺌﺎ ﻟﻢ ﻳﺸﺘﺮﻩ ﻓﻲ ﻏﻴﺮ ﺫﻟﻚ ﺍﻟﻴﻮﻡ ﺇﻥ ﺃﺭﺍﺩ ﺑﻪ ﺗﻌﻈﻴﻢ ﺫﻟﻚ ﺍﻟﻴﻮﻡ ﻛﻤﺎ ﻳﻌﻈﻤﻪ ﺍﻟﻜﻔﺮﺓ
ﻳﻜﻮﻥ ﻛﻔﺮﺍ . ”
( ﮐﻪ ﻳﻮ ﮐﺲ څه شی ﺩ ﻧﻮﺭﻭﺯ ﭘﻪ ﻭﺭځ ﻭﺍﺧﻠﯥ، ﺍﻭ ﻫﻐﻪ شی ﺩ ﻧﻮﺭﻭﺯ نه ﺑﻐﻴﺮ ﭘﻪ ﻧﻮﺭﻭ ﻭﺭځو ﮐﯥ ﻧﻪ ﺍﺧﻠﻲ، ﺍﻭ
ﮐﻪ ﻧﻴﺖ ﺩ ﺩﯤ ﻭﺭځې د ﺗﻌﻈﻴﻢ ﺍﻭ ﺍﺣﺘﺮﺍﻡ ﻭﻱ، ﻟﮑﻪ څنګه ﭼﯥ ﮐﻔﺎﺭ ﺩ ﻫﻐﻪ ﺗﻌﻈﻴﻢ ﮐﻮﻱ، ﻧﻮ ﺩﺍ ﻋﻤﻞ ﺩ ﺍﻳﻤﺎﻥ ﺯﻭﺍﻝ دی.

۵/ دنوروز په ورځ یو بل ته د نوروز په مناسبت تحفې ورکول کفر دی. بحرالریق ۵/ ۱۲۳
نو مونږ مسلمانانو له پکار دي چې د دې ورځې د لمانځنې نه ځانونه وساتو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: