شنبه , نوومبر 23 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د نیازۍ په ګډون ښځینه نوماندانو د اعتراض په ډول خپلې خولې ګنډلي

د نیازۍ په ګډون ښځینه نوماندانو د اعتراض په ډول خپلې خولې ګنډلي

ډېوې نیازۍ خوله ګنډلي
د ډېوې نیازۍ په ګډون د تېرو پارلماني ټاکنو یو شمېر ناکامو ښځینه نوماندان د اعتراض په ډول خپلې خولې ګنډلي دي.
ډېوې نیازۍ پر خپل فېسیوک او ټوېټر لیکلي چې له دې سره په دغه غذايي اعتصاب کې له کندهار څخه کاندیده، ارزو ساپۍ، له پکتیا څخه هیله مجتبی او د هلمند کاندیده هادیه هلمندۍ شاملې دي.

نیازۍ لیکلي: “څو ورځې له حکومت سره موږ په مزاکراتو کې وو, موږ سره حمدالله محب, اداره امور تخنیکي معاوین خان ولي خان بشرمل صیب او د ولسمشر نژدې کس نجیب ازاد ژمنه کړې وه او ډاډ یې راکړې وه چې ولسمشر له موږ معترضو نوماندانو سره ګوري او یو باصلاحیته ځانګړې کمیټه جوړوي په نن او سبا کې د دوی له طرفه موږ یوازې بهانې او تیر ایستنه ولیدله فریاد مو ډیر وکړ زموږ مبارزې او فریاد ته چا درناوی ونه کړ نن دې ته اړې شو چې د نه خوړو اعتصاب لپاره خپلې خولې وګنډو.”
نوموړې زیاته کړه چې د خپلو خلکو د پاکو رایو دفاع لپاره مجبوره و چې دغه مدني حرکت وکړو.
دغه ښځینه کاندیدانې اعتراض لري چې په تېرو ټاکنو کې حق خوړل شوی او پر ځای یې نور کسان پارلمان ته تللي دي.خو د ټاکنو کمېسیون مخکې ویلي چې هر څه د قانون له مخې تر سره شوي خو وايي، که هرڅوک اعتراض لري خپل اعتراضونه دي د شکایتونو له کمېسیون سره ثبت کړي.
د ملي امنیت شورا تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
عکسونه: د ډېوې نیازۍ له فېسبوک پاڼې نه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: