شنبه , جولای 4 2020
کور / خبرونه / تفریح / د هندي فلم (پاني پت) ټرېلر سبا خپرېږي

د هندي فلم (پاني پت) ټرېلر سبا خپرېږي

سبا د (پاني پت) فلم ټریلر خپریږي
په دغه فلم کې سنجیدت د احمدشاه بابا رول او ارجن کپور د مراټهـ سلطنت د پوځ مشر سداشیو راو بهاو رول لوبولی.
دا فلم پر ۱۷۶۱ کال د هند د پاني پت پر درېیمې جګړې جوړ شوی چې مرهټیانو پکې له افغانانو مرګونې ماته وخوړه.
د فلم په لومړي پوسټر کې د احمدشاه بابا کرکټر ویروونکی او جنګیالی ښودل شوی.
سنجیدت پر خپل ټویټر د احمدشاه بابا د کرکټر په اړه لیکلي، احمدشاه بابا: پر کوم ځای چې د هغه سیوری ولویږي، هلته مرګ راځي.
ددغه فلم لارښود اشوتوش ګواریکر دی. د فلم لومړنۍ چارې د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې پیل شوې او د روان کال پر ډسمبر به نندارې ته وړاندې کیږي.
په پاني پت جګړه کې د مرهټیانو په لسګونو زره جنګیالي او ددوی مشر سداشیو راؤ بھاؤ او نور قوماندانان ووژل شول.
په دې جګړه کې د هند روهیله پښتنو اود دوی مشرانو امیرالامرا نواب نجیب الدوله یوسفزي او حافظ الملک حافظ رحمت خان بړیڅ د احمدشاه بابا ملاتړ کاوه.
په فلم کې ارجن کپور د سداشیو راؤ بھاؤ، موهت انند د تیمورشاه دراني ( د احمدشاه بابا د زوی)، کریتي سانن د پاروتي بايي ( د سداشیو راؤ بھاؤ د میرمنې)، پدمني کولهاپوري د ګوپیکا بايي، زینت امان د سکینه بانو بیګم، موهینش بهل د بالاجی باجی راو ( د مراهټه واکمنۍ مشر)، منترا د نجیب الدوله، میر سرور د عمادالملک، نوابشاه د ابراهیم خان ګردي او کنال کپور د شجاع الدوله رول لوبولی دی.
سونونګم او شریه ګهوشال ددغه فلم سندرې ویلې دي.

5 تبصرې

  1. I know this if off topic but I’m looking into starting my own weblog and was
    wondering what all is needed to get set up?
    I’m assuming having a blog like yours would cost a pretty penny?
    I’m not very internet savvy so I’m not 100% positive. Any suggestions or advice would be greatly appreciated.
    Thank you

  2. I am no longer sure the place you are getting your information, however great topic.
    I needs to spend a while finding out much more or understanding more.
    Thank you for great information I was looking for this information for
    my mission.

  3. I’m really impressed along with your writing abilities and also with the
    layout in your weblog. Is that this a paid subject or did you
    modify it your self? Either way stay up the nice quality writing, it’s rare to peer a nice weblog like this one
    nowadays..

  4. Thanks for one’s marvelous posting! I certainly enjoyed reading it, you are
    a great author.I will be sure to bookmark
    your blog and definitely will come back down the road.
    I want to encourage yourself to continue your great writing, have
    a nice morning!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: