جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / پاکستان / د هند پخوانی سفیر وایي د داعش ډلې تر شاه د پاکستان استخبارات او پوځ ولاړ دی

د هند پخوانی سفیر وایي د داعش ډلې تر شاه د پاکستان استخبارات او پوځ ولاړ دی

په افغانستان کې د هند پخواني سفیر امیر سینها له یوې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې پاکستان کلونه د طالبانو پالنه وکړه، خو اوس چې ګوري دغه ډله له حکومت سره خبرو ته نږدې شوې ده، نو د خپلو سیاستونو او لوبو د مخ ته بېولو لپاره یې داعش ډله رامنځ ته کړې ده. دده په وینا پاکستان نه غواړي په سیمه کې د خپلو سیاستونو او روانو لوبو خاتمه وویني له همدې امله یې د ګڼو لویو او وړو ترهګرو ډلو په جوړولو لاس پورې کړی دی. امیر سینها وايي، لومړني شواهد ټول دا ښيي، چې د داعش ډلې ۷۰ سلنه غړي پاکستانیان دي او دغه ډله د پاکستان د پوځ او استخباراتو ملاتړ له ځان سره لري. امیر سینها زیاته کړې، چې پاکستان په تېرو ۱۸ کلونو کې د طالبانو لپاره تر ټولو امن ځای و او دغه هېواد یې روزنه او پالنه کوله، خو اوس به یې پر ځای دغه ماموریت دداعش ډلې په مقابل کې مخ ته وړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: