شنبه , اګست 24 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د هند یوې محکمې ویلي پاکستان دې د کلبوشن په سزا بیا له سره کتنه وکړي

د هند یوې محکمې ویلي پاکستان دې د کلبوشن په سزا بیا له سره کتنه وکړي

د ملګرو ملتونو يوې وتلې محکمې پاکستان ته سپارښتنه وکړه، د هندوستان هغه متقاعد سمندري افسر ته د مرګ پر اعلان شوې سزا بيا کتنه وکړي چې د جاسوسۍ تور ورباندې لګول شوى دى.

د پاکستان پوځي محکمې په ٢٠١٧میلادي کال کې کُلب هوشان سدهير جادهاو (Kulbhushan Sudhir Jadhav) ته د مرګ په سزا محکوم کړ.

د مرګ دغه سزا مسئله په هندوستان کې د چارواکو او خلکو د غوسې سبب شوه.

هندوستان د عدالت نړيوالې محکمې ته عريضه وکړه او استدلال يې کړى چې پاکستان د جادهاو له حقونو سرغړونه کړې ده.

هند ويلي، پاکستان اجازه نه‌ده ورکړې چې د هند د قونسلګرۍ چارواکي له دغه هندي وګړي سره وګوري.

پاکستان بيا وايي، له هندوستان د دوه اړخېز تړون له مخې مجبور نه‌دى، هغو کسانو ته چې د جاسوسۍ او ټرورېزم په شک نيول کېږي، ډيپلوماتيکه همکاري برابره کړي.

خو د عدالت نړيوالې محکمې پرون تأييد کړه چې پاکستان د ژنيف د کنوانسيون له مخې د جادهاو له حقونو سرغړونه کړې چې هندي ډيپلوماتانو ته يې اجازه نه ده ورکړې، له هغه سره وګوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: