یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي لا هم د لومړنیو پایلو د اعلان پر څرنګوالي بحثونه روان دي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي لا هم د لومړنیو پایلو د اعلان پر څرنګوالي بحثونه روان دي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي لا هم د لومړنیو پایلو د اعلان پر څرنګوالي بحثونه روان دي. ددغه کمیسیون یوه غړي اورنګزېب له رسنیو سره په خبرو کې ویلي لا هم د کمیسیون د غړو تر منځ بحثونه روان دي چې له بیا شمېرنې پاتې رایې څنګه کړي او لومړنۍ پایلې څه وخت اعلان کړي. دده په خبره همدا چې د کمیسیون غړي هوکړې ته ورسېږي خپله پرېکړه به له رسنیو سره شریکه کړي. نږدې دوه میاشتې کېږي چې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې دي خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دې دمه نه دی بریالی شوی چې لومړنۍ پایلې اعلان کړي. د پایلو په اعلان کې ځنډ د سیاسي ډلو، عامو وګړو، مدني ټولنو او څارونکو بنسټونو غبرګونونه هم پارولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: