یکشنبه , جنوري 19 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د ټاکنو خپلواک کمېسیون: نن د پنجشنبې په ورځ به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون: نن د پنجشنبې په ورځ به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون ځينو سرچينو ويلي دي، چې نن، د پنجشنبې په ورځ، به د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شي.
تر دې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي و، چې د ټاکنو لومړنۍ پايلې به ورځ يا دوه (سه شنبه يا چارشنبه) اعلان شي، خو ويل کېږي چې د ټاکنو کمېسيون د مشرې حوا علم نورستانۍ او د کميشنرانو ترمنځ تر ډېرو بحثونو وروسته هم هغوى خپلې پرېکړې ته ونه رسېدل او د لومړنيو پايلو اعلان يو ځل بيا له ځنډ سره مخ شو.
پرون د شپې تر ناوخته پورې خلک د ټاکنو کمېسيون اعلان ته په تمه و، خو چې ډېر احتمال و د شپې ناوخته ټاکنو کمېسيون پايلې اعلان کړي، خو بيا هم هغوى ونه توانېدل چې خلکو ته د رايو پايلې وړاندې کړي.
اوس تازه د ټاکنو خپلواک کمېسيون کې يوه سرچينه وايي، چې نن به د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې د ورځې په جريان کې اعلان شي.
ويل کېږي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د پاتې ٧ ولايتونو رايې نه دي شمېرلي او له هغه پرته رايې اعلانوي، ځکه په ٧ ولايتونو کې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې پلويانو د کمېسيون د کار مخه نيولې ده.
داسې اوازې هم خپرې دي، چې ولسمشر غني ٥٣ سلنه رايې ترلاسه کړي دي او په لومړي پړاو کې به هغه ګټونکى اعلان او د راتلونکو پنځه کلونو لپاره به بيا د افغانستان ولسمشر شي.
بل لوري ته د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم مشر عبدالله عبدالله پرون يو ځل بيا اخطار ورکړى دى، چې که د دوى د غوښتنو او پوښتنو ځواب د ټاکنو کمېسيون ور نه کړي او پايلې اعلان کړي، نو دوى به دغه پايلې ونه مني.
همدا راز تر دې مخکې د دغه ټيم يوه غړي ويلي و، چې تر څو پورې د ټولو ولايتونو رايې نه وي شمېرل شوي، نو د ټاکنو کمېسيون حق نه لري چې رايې اعلان کړي او که يې اعلان کړي نو هغه به غېر قانوني کار وي، خو همدغه ډله بيا د ټاکنو کمېسيون دې ته نه پرېږدي چې په ٧ ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنه او تفتيش بشپړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: