پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / د ټرمپ د ادارې یو مهم هدف دا دی، چې افغانستان ته سوله او ثبات راشي

د ټرمپ د ادارې یو مهم هدف دا دی، چې افغانستان ته سوله او ثبات راشي

د ټرمپ د ادارې یو مهم هدف دا دی، چې افغانستان ته سوله او ثبات راشي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په نوي ډهلي کې خبریالانو ته ویلي، د سولې لپاره یې پراخې هڅې پيل کړې دي او خپلې دې موخې ته به رسېږي. دده په خبره د ټرمپ د ادارې یو مهم هدف دا دی، چې افغانستان ته سوله او ثبات راشي او دوی به ارو مرو ځان دې هدف ته رسوي. مایک پمپیو زیاته کړې په دې وروستیو کې د سولې د راوستو لپاره د امریکا فشارونه هم ډېر شوي دي او ډېر ژر به ښکېلې خواوې د سولې لار خپله کړي. هغه زیاته کړې د ټرمپ اداره په ټول توان هڅه کوي چې په افغانستان کې د جګړو کچه راټيټه کړي، د افغانانو او امریکایانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي او روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: