پنجشنبه , دسمبر 5 2019
کور / خبرونه / د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د علي وزیر داوړ له وېنا تېښته وکړه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د علي وزیر داوړ له وېنا تېښته وکړه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير چې له زندان راخلاصېدو وروسته يې تېره ورځ په قامي اسمبلۍ کې خپله وينا کوله، د پاکستان د کورنيو چارو وزير يې وينا ته ټينګ نه شو او له غونډې وتښتېده.
علي وزير په خپله وينا کې وويل، چې درواغ نه وايي، که يې درواغ وويل په همدې ساعت به له قامي اسمبلۍ خپله استعفا اعلان کړي. هغه وويل چې د پاکستان پوځ چې د پښتنو په سيمو کې څومره عمليات ترسره کړي دي، په هغې کې د ۵۰ وژل شوو ترهګرو نومونه دې دلته اعلان کړي، زما به هغه ورځ په پارلمان کې وروستۍ ورځ وي.

هغه همدا راز زياته کړه، چې د پاکستان پوځ ټول عمليات د ولس پر ضد کړي دي او په ځانګړې توګه يې د پښتنو پر ضد ترسره کړي دي. هغه وويل چې پاکستان په بيا بيا دا منلې ده چې ترهګر دوی جوړ کړي دي، روزنځايونه يې ټول د دوی په لاس کې دي او دوی يې ساتنه کړې ده.
د علي وزير د وينا پر مهال د پاکستان د کورنيو چارو وزير اعجاز شاه له غونډې بهر لاړ او وې نه شو کولای چې د علي وزير له حقيقت ډک خبرو ته ځواب ورکړي او نه يې هم د هغه د خبرو د اورېدو توان لرلو.
همدا راز محسن داوړ چې له زندان راخلاصېدو وروسته يې په قامي اسمبلۍ کې وينا کوله، وويل چې رياست خلک ووژني او بېرته د هماغه خلکو پر ضد قضيې هم ثبت کړي او هغوی محکمې ته وړاندې کړي، نو بيا هغه خلک دغه رياست خپل نه ګڼي.
هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې موږ اوس دې ته اړتيا نه لرو چې پاکستان ته د خپلې وفادارۍ ثبوت ورکړو، بلکې پاکستان به اوس موږ ته د خپلې وفادارۍ ثبوت راکوي، ګني د هر څه حساب به ورسره کوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: