جمعه , اګست 23 2019
کور / خبرونه / پاکستان / د پاکستان سفیر اسد مجیب وايي کشمير مسله د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې په خبرو اغیز نشي کولی

د پاکستان سفیر اسد مجیب وايي کشمير مسله د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې په خبرو اغیز نشي کولی

په امریکا کې د پاکستان سفير اسد مجيد خان ويلي د کشمير مسله د طالبانو او د امریکې ترمنځ د افغانستان د سولې خبرې اغېزمنې کولی شي خو څيړونکي وايي دا به د پاکستان خواهش وي او نه ښکاري چې د پاکستان دغه ډول بيان اوس کوم کار وکړي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ترمخه په امریکا کې پاکستاني سفير امکان څرګند کړی چې پاکستان کولی شي د افغانستان د پولې نه خپل پوځ د کشمیر پولې ته بوځي او دغسې کول د طالبانو سره د امریکې د سولې خبرې اغېزمنولی شي.

نوموړي دغه څرګندونه په داسې حال کې کړې چې په وروستيو کې هند د خپلې ولقې لاندې کشمير خصوصي حيثيت ختم کړی او پاکستان د هند دغه ګام غندلی دی. هند وايي د کشمير په اړوند پورته کړی ګام يې کورنۍ معامله ده خو پاکستان وايي دغه مسله به په ملګرو ملتونو او امنيتي شورا کې راپورته کوي.

دا چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمير مسله څنګه د افغانستان د سولې خبرې اغېزمنولی شي؟ دغې پوښتنې ته په ځواب کې څیړونکي وايي، دا به د پاکستان خواهش وي چې د دې لارې په امریکا فشار واچوي چې د کشمیر په مسله کې په هند فشار واچوي خو داسې نه ښکاري.

څیړونکی رحیم الله يوسفزی وايي که د پاکستان داسې خيال وي او د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم ويلي ؤ چې دا وخت دی چې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ اوس د کشمیر په مسله کې خپل کردار ادا کړي او دا خواهش کېدی شي چې په امریکا د کشمیر د مسلې په لړ کې فشار راوړي خو دا به کوم اثر ونه لري ځکه چې اوس د امريکا او طالبانو خبرې ډېرې مخکې تللي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې يوسفزي وويل دوېم دا چې د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده او که چرته پاکستان د افغانستان د سولې په خبرو کې په طالبانو کوم فشار راوړي چې روغه جوړه مه کوئ نو دا به ډېره منفي خبره وي ځکه د هغه په خيال دا کار اوس کېدی هم نه شي.

دغه ډول ژورنالسټ او څیړونکی طاهر خان هم وايي د کشمیر مسله د افغانستان د سولې د خبرو سره تړل بې ځايه ښکاري او د هغه په خیال دا غلط سوچ دی چې دا دواړه مسلې د يو بل سره وتړل شي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي د ښاغلي يوسفزي د خبرې تاييد وکړو چې د طالبانو او امریکې خبرې اوس دې حد ته رسېدلي دي چې نه ښکاري د پاکستان دغه ډول بيان پرې کومې اغېزې وکړي.

طاهر خان وايي د پاکستان به دا خواهش وي چې امريکا د کشمير په مسله کې رول ولوبوي خو د کشمير په مسله د امریکا تل دا دريځ پاتې دی چې پاکستان او هند دې په خپل منځ کې مخامخ خبرو ته کښېني او خپلې ټولې مسلې دې په خپله هوارې کړي.

نوموړی زياتوي په پاکستان کې دا وخت يوه مايوسي ده ځکه چې د کشمير په مسله باندې نړۍ او په خپله مسلمان هېوادونو د پاکستان د دریځ تايد نه کوي نو پاکستان به غواړي چې امریکا په دغه لړ کې یو څه وکړي.

په امریکا کې د پاکستان سفير ويلي هغه د کشمير مسله د افغانستان د مسلې سره نه تړي خو دا څرګندونې يې په داسې حال کې کړي چې د کشمیر په مسله د پاکستان او هند اړيکې ترينګلې او بل لور ته د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې د خبرو اتم پړاؤ هم ترسره شوی او دواړو خواؤ دغه خبرې ګټورې بللې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: