جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / پاکستان / د پاکستان پخوانی ولسمشر آصف علي زرداري د اداري فساد په تور نیول شوی

د پاکستان پخوانی ولسمشر آصف علي زرداري د اداري فساد په تور نیول شوی

پاکستاني چارواکو د دې هېواد پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د اداري فساد په تور نیولی دی.

په پاکستان د احتساب د ملي ادارې یوې ډلې د دوشنبې په ورځ زرداري له هغې وروسته په خپل کور کې ونیوه چې محکمې د پیسو د وینځلو په یوه قضیه کې د نوموړي د ضمانت غوښتنه رد کړه.

د اسلام اباد سترې محکمې د پاکستان د پیپلز ګوند د دې مخکښ مشر زرداري او د ده د خور فریال تالپور د ضمانت غوښتنه رد کړه.

راپورونه وايي، د تالپور د نیولو امر تر اوسه پورې نه دی شوی.

د پاکستان د احتساب ملي ادارې زرداري او خور یې تالپور تورن کړي چې یوسلو پنځوس میليونه پاکستانۍ روپۍ یې د جعلي اکاونټونو له لارې خپل خصوصي شرکت ته لېږدولې دي.

زرداري او خور یې پر دوی لګېدلي تورونه رد کړي دي.

د پاکستان د احتساب ادارې له هغې راوروسته چې عمران خان د پاکستان صدراعظم شوی، څو نور سیاستوال هم د درغلیو په تور نیولي دي.

د پاکستان سترې محکمې د دې هېواد پخوانی صدراعظم نوازشریف هم د مالي درغلیو په تور له واکه لېرې کړ.

اصف علي زرداري چې د پاکستان د وژل شوې پخوانۍ صدراعظمې بېنظیر بوټو خاوند و، په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د پاکستان ولسمشر شو او تر ۲۰۱۳ میلادي کال پورې د دې هېواد ولسمشر پاتې شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: